د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رئیس، الحاج محمد ابراهیم غضنفر سره د خصوصي سکتور او سوداګریزو مسایلو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.
دغه راز په دې کتنه کې ښاغلي غضنفر د عمومي رئیس په توګه د ښاغلي هاشمي پر ټاکنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ مبارکي ورکړه، د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې یې د ده کړنې هم وستایلې.
 
سه‌شنبه، مرغومي ۹مه، ۱۴۰۴