د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي، یو شمېر سوداګرو او د حکومت د اقتصادي ادارو د فعالیتونو د څارنې کمېټې ترمنځ ګډه غونډه وشوه.
په غونډه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړو، د خونې د بورډ مالي رئیس، الحاج خلیلالله خیرخواه، د بورډ د دارالانشا رئیس، الحاج ذبیحالله عمرخېل، د مالیې وزارت د ګمرکونو معینیت عمومي سلاکار او د حکومت د اقتصادي ادارو د فعالیتونو د څارنې کمېټې غړي، محمد موسی عمر، د خونې د عامل پلاوي رئیس، محمد ولي امیني، د سکتوري ادارو او د بېلابېلو سکتوري ټولنو استازو ګډون کړی و.
ښاغلي عمرخېل د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ له ټولو سوداګرو وغوښتل چې خپلې شته ستونزې د لوړپوړو چارواکو سره د شریکولو په موخه، د حکومت د اقتصادي ادارو د فعالیتونو د څارنې له کمېټې سره شریکې کړي.
د ټولنو استازو، هر یوه په خپله وار د ټرانزیټ، ټرانسپورټ، ګمرکاتو او بندرونو برخو کې خپلې ستونزې بیان کړې او غوښتنه یې وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه او د حکومت ټاکل شوې کمېټه دې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.
ښاغلي امیني د نننۍ ناستې د پایلو د لنډیز پر مهال وویل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د خصوصي سکتور، حکومت او نړیوالو سازمانونو ترمنځ د اړیکو پُل دی او ژمنه یې وکړه چې د خصوصي سکتور هغه ستونزې چې د ولایتي خونو له لوري د مرکزي خونې سره شریکې شوي، او همدارنګه هغه ستونزې چې په نننۍ ناسته کې مطرح شوې، په لیکلي ډول د حکومت د اقتصادي ادارو د فعالیتونو د څارنې کمېټې ته وسپاري.
نوموړي ټینګار وکړ چې دا ډول ناستې به د هېواد د خصوصي سکتور د ستونزو د حل لپاره دوام ولري.