د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال٬ الحاج حبیبالله عمر ، د مدیره پلاوي د دارالانشا رئیس، الحاج ذبیح الله عمرخېل او د عامل پلاوي رئیس، الحاج محمد ولي امیني د یو شمېر ملي سوداګرو سره یوځای د استانبول ښار په نړیوال حلال "اکسپو" نندارتون کې ګډون وکړ.
دغه نندارتون چې د حلالو محصولاتو او تولیداتو په برخه کې یو له سترو نړیوالو نندارتونونو څخه شمېرل کېږي، د افغانستان د تولیدي او صادراتي ظرفیتونو د معرفي کولو لپاره ښه فرصت برابر کړی و.
د خونې مشرتابه پلاوي، د نندارتون له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه، د افغانستان له غرفو یې هم کتنه وکړه او له غرفهوالو سره د هغوی د ګډون او لاسته راوړنو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.
وچې مېوې، قیمتي او نيمه قیمتي ډبرې او پنبه د افغانستان له هغو محصولاتو څخه دي چې په دې نندارتون کې د څلورو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شوي او د کورنیو او بهرنیو مېلمنو له پراخ هرکلي سره مخ شوي دي.