د امام ابوحنیفه (رح) څلورم ملي او نړيوال نندارتون په برياليتوب سره پای ته ورسېد

د امام ابوحنیفه (رح) څلورم ملي او نړيوال نندارتون چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له خوا د اوو ورځو لپاره د کورنيو توليداتو د ودې، د پانګونو د جلب او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د کابل ښار په نړيوال نندارتون مرکز کې جوړ شوی و، په برياليتوب سره پای ته ورسېد.
د نندارتون د پای غونډې مراسمو کې حکومتي چارواکو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رئيس مرستیالانو او د بورډ غړو، د افغانستان، ازبکستان، ايران، ترکيې او هند د خصوصي سکتور استازو او یو شمېر د رسنيو مسؤلینو ګډون کړی و.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د بورډ د دارالانشا رئيس، محترم الحاج ذبیح‌الله عمرخېل د خونې د مشرتابه په ځانګړي ډول د عمومي رئیس محترم الحاج سید کریم هاشمي په استازولۍ له سپانسر شرکتونو، نړيوالو ملاتړ کوونکو بنسټونو، امنیتي ځواکونو له‌خوا د ښه امنیت له ټينګښت او همدارنګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت او نورو اړوندو حکومتي ادارو له همکاريو څخه مننه وکړه او د دغه نندارتون بريالی پای یې د کورنيو توليداتو د معرفي، د سوداګرۍ د پراختیا او د هېواد د اقتصاد د ودې او غوړېدو په برخه کې یو لوی پرمختګ وباله.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رئيس، محترم محمد ولي اميني د نندارتون د لاسته‌راوړنو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: "په دې نندارتون کې شاوخوا ۸۵۰ غرفې په ۲۵ سکتورونو کې چې کورنيو او بهرنيو شرکتونو په کې ګډون کړی و، خپل توليدات د اوو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړل. د دغو غرفو له ډلې ۲۵۰ غرفې د بهرنيو شرکتونو وې چې په اوسنیو شرایطو کې د داسې لوی نندارتون جوړول بې‌سارې خبره ده او د پانګوالو، سوداګرو د هڅونې او د هېواد د توليداتو د کورني او بهرني بازار لپاره د معرفي سبب ګرځي."
نوموړي زياته کړه: "دغه نندارتون د اوو ورځو په موده کې تر ۸۰ میلیونه افغانیو ډېر پلور درلود او د شاوخوا ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۰۰ سوداګريز هوکړه لیکونه د افغان سوداګرو او د ازبکستان، ايران، ترکيې او هند د سوداګرو ترمنځ د کرنې، ودانیزو چارو او تولیدي فابریکو په برخو کې لاسلیک شول، او شاوخوا یو میلیون هېوادوالو دغه نندارتون ته مراجعه کړې ده."
 
 
يکشنبه، لیندۍ دوهمه، ۱۴۰۴