د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي د هېواد د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره لیدنه ترسره کړه

ښاغلو: الحاج آرین زلګي عظیمي، د پانګونې مرستیال، الحاج عنایت الله صدیق زی، خدماتي مرستیال، حاجي عبیدالله، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، همایون خواجه زاده، د کابل ولایت خونې د سوداګرۍ مرستیال، د یو شمېر سوداګرو په حضور کې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر محترم نورالدین عزیزی سره وکتل او له پاکستان سره د هېواد په سرحدي بندرونو کې د زرګونو کانتینرونو د تجارتي توکو د بند پاتې کېدو په اړه یې خبرې او نظرونه تبادله کړل.
په دې لیدنه کې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیالانو او سوداګرو یادونه وکړه چې شاوخوا ۸۰۰۰ کانتینره تجارتي توکي په دواړو خواوو کې په سرحدي بندرونو کې بند پاتې دي، او د دې وضعیت د دوام په اړه یې خپله اندېښنه څرګنده کړه. دوی د هېواد د صنعت او سوداګرۍ له وزارت څخه وغوښتل چې د شته ستونزې په حل کې ورسره مرسته وکړي.
هغوی همدارنګه یادونه وکړه چې د افغان سوداګرو زرګونه کانتینرونه په کراچۍ بندر او نورو بندرونو کې بند پاتې کېدل د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ لپاره جدي ستونزه ده، او دا وضعیت د سوداګرو او هېواد د اقتصاد لپاره د لسګونو میلیونونو ډالرو زیان لامل شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د سوداګرو د ستونزو اورېدو وروسته خپل بشپړ ملاتړ د ستونزو د حل لپاره څرګند کړ او په عین وخت کې د هېواد له سوداګرو وغوښتل چې د راتلونکي لپاره د ورته پېښو د تکرار مخنیوي لپاره بدیلې لارې وکاروي.
.
 
سه‌شنبه، د لړم ۱۳مه، ۱۴۰۴