د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس او مشرتابه پلاوي د شمالي ولایتونو له زلزله‌ځپلو سره د خواخوږۍ پیغام

په ډېره خواشینۍ او ژور غم سره مو خبر ترلاسه کړ چې د لړم د ۱۲مې شپې د زلزلې په پایله کې، چې په بلخ، سمنګان، خُلم، بغلان، سرپل او کندز ولایتونو کې رامنځته شوې، تر شلو زیات هېوادوال شهیدان شوي، له درې سوه او شلو زیات ټپیان شوي او سلګونه کورونه، تجارتي مرکزونه او عامه ودانۍ تخریب شوې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس او د مشرتابه پلاوي غړي خپل ژورې خواخوږۍ او تسلیت د دغې غمیزې د قربانیانو او زیانمنو شویو کسانو له کورنیو سره شریکوي او له لوی خدای (ج) څخه د شهیدانو لپاره د جنت الفردوس، د ټپیانو لپاره عاجله شفا او د پاتې شویو کورنیو لپاره جمیل صبر غواړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه تل د هېواد د قدرمنو خلکو ترڅنګ ولاړه ده او ژمنه ده چې په دې سختو شېبو کې له زیانمنو شویو سره د مرستې لاس اوږد کړي.
له ټولو درنو سوداګرو او پانګوالو څخه غوښتنه کوو چې د خپلې وسې مطابق عاجلې او ضروري مرستې د زلزله‌ځپلو کورنیو لپاره برابرې کړي. باور لرو چې د یووالي، همکارۍ او اسلامي احساس له مخې کولای شو خپل انساني او ایماني مسؤلیت په ښه توګه ترسره کړو.
و من‌الله التوفیق
الحاج سید کریم هاشمي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس