کندهار ولایت ته د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس او مل پلاوي سفر او د دې ولایت له چارواکو سره لیدنې ترسره کړې

ښاغلی الحاج سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، د روان کال د لړم د لسمې نیټې د شنبې په ورځ کندهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د الحاج فیض احمد خوافي او الحاج عبدالنافع، د مدیره پلاوي مرستیالان، سخي احمد نورزاد، محمد یوسف یوسفي، حاجي عبدالروف کاکر، حاجي داود بارکزي او مسعود احمد راحت حاجي ظاهر، اچکزی د مدیره پلاوي غړي، محمد ولي اميني د خونې د عامل پلاوي رئیس، او د مرکزي خونې څو تنه د مدیره پلاوي غړي په ملتیا ولاړ.
د کندهار ولایت هوایي ډګر ته په رسیدو سره، ښاغلي هاشمي او پلاوي يې د کندهار د ګڼ شمېر سوداګرو او متنفذینو له خوا په تود هرکلي سره مخ شول.
ښاغلي هاشمي او پلاوي یې د کندهار ښار ته د رسیدو پر مهال له دې ولایت د محلي مسؤلینو سره جلا جلا لیدنې ترسره کړې. په دې لیدنو کې، چې د کندهار د سوداګرو او متنفذینو په حضور کې ترسره شوې، د سوداګرۍ، پانګونې او د دې ولایت د سوداګرو ستونزو په اړه خبرې او نظرونه تبادله شول.
سربېره پردې، د دې سفر په جریان کې د خونې عمومي رئیس د احمدشاه بابا مزار ته ولاړ او د مرحوم احمدشاه بابا د روح لپاره یې دعا وکړه.
 
 
دوشنبه، د لړم ۱۲مه، ۱۴۰۴