د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې نوی رئیس او د مدیره پلاوي غړي د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې دسوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي ریئس له لورې معرفي شول.
په دې غونډه کې ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، فیض احمد خوافي ولایتي مرستیال، عبدالنافع دکورنی تولیداتو مرستیال، ملی سوداگر حاجی داود بارکزی، محمد ولي اميني د عامل پلاوي رئیس، د مرکزي اتاق د مدیره پلاوي ځینو غړو، د کندهار د خونې پخواني او نوي مدیره پلاوي غړو، او ګڼ شمېر پیژندل شويو سوداګرو ګډون کړی و.
د کندهار ولایت سوداګرو او متنفذینو د الحاج سید کریم هاشمي او مل پلاوي د راتګ هرکلي وکړ، او هیله یې څرګنده کړه چې د دې خونېنوی مشرتابه پلاوي به وکولای شي د سوداګرۍ وده او د پانګونې په برخه کې اغېزمن رول ولري.
ښاغلي هاشمي د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پخواني رئیس الحاج محمد صدیق مهمند او د مدیره پلاوي د نورو غړو د تېرو شپږو کلونو د خدمتونو ستاینه وکړه.
همدارنګه، نوموړي د نوي رئیس او مدیره پلاوي د ټاکنې له امله دوی ته مبارکي ورکړه، د هغوی د بریالیتوب هیله یې وکړه، او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه به د کندهار ولایت د خونې له نوي مدیره هیئت سره د دې ولایت د سوداګرو د ستونزو په حل کې مرسته او د هغوی ملاتړ وکړي.