یو شمېر د وچه مېوو صادرونکو خپلې ستونزې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي سره شریکې کړې.

ښاغلي الحاج حبیب‌الله عمر، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال، د ښاغلیو حاجي عبدالقاسم امرخېل او حاجي یحیی پښتون، د مدیره پلاوي غړو، په حضور کې له محترم سید دهقان، د هالند مېشت افغان سوداګر، او د وچې مېوو له یو شمېر صادرونکو سره په مرکزي دفتر کې وکتل.
صادرونکو د خپلو موجوده ستونزو په اړه، چې پکې د بانکي خدمتونو مشکلات او د سیمې هېوادونو له‌خوا افغان سوداګرو ته د ویزې د صدور د اسانتیاوو نشتوالی شامل وو، خبرې وکړې او له خونې یې وغوښتل چې د اړوندو دولتي ادارو په همغږۍ کې د دوی د ستونزو د حل لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.
ښاغلي عمر د صادرونکو سوداګرو رول د هېواد د اقتصادي ودې او د کارموندنې د رامنځته کولو لپاره مهم وباله او له هغوی یې وغوښتل چې خپلې ټولې ستونزې په لیکلې بڼه خونې ته وسپاري تر څو د اړوندو دولتي چارواکو سره شریکې شي.
 
 
پنجشنبه، د ۱۴۰۴ کال د لړم لومړۍ نېټه