د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د ترکمنستان د نفت او ګاز په ۳۰م نړیوال کنفرانس او نندارتون کې ګډون وکړ

ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د ترکمنستان د نفت او ګاز په ۳۰م نړیوال کنفرانس او نندارتون کې چې په عشق‌اباد ښار کې ترسره شو، ګډون وکړ.
په دې سفر کې، ښاغلیو: فیض احمد خوافي د مدیره پلاوي د ولایتي چارو مرستیال، میراجان سلیمان‌خېل د پالیسۍ او حکومت سره د اړیکو مرستیال، او کمال‌الدین توحید د مدیره پلاوي غړی د اتاق له عمومي رئیس سره ملتیا وکړه.
دا کنفرانس د ترکمنستان د جمهور رئیس، ښاغلي سردار بردي‌محمدوف، د مبارکۍ پیغام په وړاندې کولو سره پرانېستل شو. ولسمشر په خپل پیغام کې د نړیوالې انرژۍ د امنیت په ټینګښت کې د ترکمنستان پر مهم رول، د انرژۍ د انتقال د لارو د تنوع اړتیا، او د نفت او ګاز سکتور کې د نړیوالو همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ.
همدارنګه، هغه د ترکمنستان د طبیعي ګازو پر سترو زیرمو چې د نړۍ څلورم لوی زیرمه بلل کېږي، او د سیمه‌ییزو مهمو پروژو لکه د تاپي پایپ لاین یادونه وکړه.
د دې کنفرانس او نندارتون په څنډه کې، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د ترکمنستان، آذربایجان او د اماراتو د نفت او ګاز د شرکتونو له استازو سره د دوه اړخیزو لیدنو (B2B) لړۍ ترسره کړه. په دغو لیدنو کې د ګډو همکاریو د پراخولو، تخنیکي تجربو د تبادلې، او د انرژۍ په سکتور کې د پانګونې د فرصتونو په اړه مفصل بحث او نظریات تبادله شول.
 
 
چهارشنبه، د تلې ۳۰مه، ۱۴۰۴