د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال د لوګر اتاق له رئیس او د کندهار له یو شمېر پیژندل شویو سوداګرو سره وکتل

ښاغلي الحاج حبیب‌الله عمر، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال، د جلا جلا لیدنو په ترڅ کې له ښاغلي مولوي محمد یعقوب مومند، د لوګر ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له رئیس او د هغه له مل پلاوي، او همدارنګه له ښاغلي حاجي سردار محمد، محترم حاجي سمیع‌الله محمدي او د کندهار ولایت له یو شمېر نورو مطرحو سوداګرو سره، د اتاق په مرکزي دفتر کې ولیدل.
ښاغلي مومند او د کندهار سوداګرو د خپلو ولایتونو د خصوصي سکتور ستونزې او طرحې له ښاغلي عمر سره شریکې کړې او د دغو ستونزو د حل په موخه یې د اتاق له مشرتابه د هر اړخیز ملاتړ غوښتنه وکړه.
ښاغلي عمر د لوګر د اتاق د رئیس او د هغه د مل پلاوي او همدارنګه د کندهار د سوداګرو راتګ ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې د دوی د کار لومړیتوب د خصوصي سکتور خدمت دی. نوموړي وویل چې د اتاق مشرتابه پلان لري څو ډېر ژر ولایتونو ته سفرونه ترسره کړي، ترڅو د خصوصي سکتور ستونزې له نږدې واوري او له اړوندو حکومتي مقاماتو سره یې شریکې کړي.
 
 
سه‌شنبه، د تلې ۲۹مه، ۱۴۰۴