د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي د افغانستان د اراضۍ له رئیس، د سولې او دعوت د کمیټې له مرستیال، د تېلو د پلورونکو له اتحادیې او د هېواد له یو شمېر مخکښو سوداګرو سره جلا لیدنې ترسره کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال او د عمومي ریاست سرپرست، الحاج حبیب‌الله عمر، د اتاق د خدماتي چارو د مرستیال، الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي، په حضور کې، په جلا ناستو کې له ښاغلو مولوي عطاالله عمري، د افغانستان د اراضۍ رئیس، حاجي عبدالقادر حیدري، د سولې او دعوت د کمیټې مرستیال، قاري نیک‌محمد، د تېلو د پلورونکو د اتحادیې رئیس، او د یو شمېر مخکښو سوداګرو سره، د اتاق په مرکزي دفتر کې ولیدل.
په دغو ناستو کې د سوداګرو لپاره د ځمکې د وېش، د بېلابېلو سکتورونو په برخه کې د پانګونې د جلبولو، او د هېواد د سوداګرو د اوسنیو ستونزو د حل په اړه خبرې او نظرونه تبادله شول.
سوداګرو خپلې عمده تجارتي ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې او له اتاق څخه یې د خپلو شته ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي حبیب‌الله عمر، د مسؤلینو او سوداګرو د هرکلي ترڅنګ، اتاق د ټولو سوداګرو ګډ کور او د خصوصي سکتور او حکومت تر منځ د اړیکو پُل وباله، او ډاډ یې ورکړ چې اتاق به د اړوندو دولتي ادارو په همغږۍ کې د دوی د ستونزو د حل په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
 
دوشنبه، د تلې ۲۸مه، ۱۴۰۴ هـ.ش