د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومي رئیس الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ، د هېواد د میوو د صادروونکو او د اتاق د مشرتابه غونډه د هوايي کارګو له لارې د وچو او تازه میوو د صادراتو د تنظیم او پراختیا په موخه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د اتاق مرستیالان: الحاج فیض محمد خوافي د ولایتونو چارو مرستیال،الحاج میراجان سلیمان خیل دپالیسی او دولت سره اریکی مرستیال،حاجي حبیب الله عمر د ټولنیزو چارو مرستیال، حاجي عبدالنافع د کورنیو تولیداتو او فرهنګي چارو مرستیال، آرین زلگی عظیمي د پانګونې مرستیال، الحاج عنایت الله صدیقزی د خدماتو مرستیال او ذبیح الله عمرخیل د مدیره پلاوي د دارالانشای رئیس سربېره پر دې د مدیره پلاوي یو شمېر غړي او صادرونکي تاجران هم ګډون درلود.
ښاغلي هاشمي په پیل کې د خپلې وروستۍ لیدنې په اړه معلومات وړاندې کړل چې له د رئیسالوزرا د اقتصادي مرستیال سره یې ترسره کړې وه، او څرګنده یې کړه چې یاد مقام ټینګار کړی دی چې د افغانستان وچې او تازه مېوې باید د هوايي کارګو له لارې بهرنیو هېوادونو ته صادرې شي. له همدې امله اتاق ته دنده ورکړل شوې چې د صادروونکو سره د دې موضوع په تړاو ځانګړې ناسته جوړه کړي، د نرخونو او انتقال د طریقهکار په اړه خبرې وکړي، او طرحې وړاندې کړي.
وروسته ګډونوالو خپل نظریات وړاندې کړل، د هوایي صادراتو د شته ستونزو او د اغېزمنو حللارو په اړه یې تفصیلي خبرې وکړې.
په پای کې، د اتاق عمومي رئیس یوه ځانګړې کمیټه وټاکله څو د هوايي صادراتو د پراختیا لپاره طرحې جوړې کړي، له هوايي شرکتونو سره خبرې وکړي، او د دوو کارګو الوتکو د اخیستلو امکان وارزوي. یاد کمیسیون مکلف شو چې له لازمې ارزونې وروسته خپلې مشخصې طرحې د اتاق رهبرۍ ته وړاندې کړي.