د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د اریانا هوايي شرکت له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړو، الحاج عنایت‌الله صدیق‌زی د خدماتو مرستیال، ذبیح‌الله عمرخېل د مشرتابه پلاوي د دارالانشا رئیس، حاجي خلیل‌الله خیرخواه مالي رئیس، او محمد ولي امیني د اتاق د عامل پلاوي رئیس، د مشرتابه د یو شمېر غړو او د هېواد د نوموتو سوداګرو په حضور کې، له محترم مولوي بخت‌الرحمن شرافت، د آریانا هوايي شرکت له رئیس او د هغه له ټیم سره، د اتاق په عمومي ریاست کې وکتل.
دغه ناسته د صادراتو د پراختیا د لارو چارو د ارزونې او د سوداګرو د نظریاتو د اورېدو په موخه، د تازه او وچو مېوو د انتقال د نرخ د ټاکلو په اړه د آریانا هوايي شرکت د کارګو له لارې هندوستان ته، ترسره شوه او پراخ بحثونه پرې وشول.
ښاغلي امیني، د هېواد د صادراتو د ودې په برخه کې د حکومت له هڅو مننه وکړه، او تازه او وچه مېوه یې د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه وبلله.
نوموړي د هغې وروستۍ ناستې په اړه معلومات ورکړل چې د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال له دفتر سره د تازه او وچو مېوو د انتقال د څرنګوالي په اړه، په ځانګړې توګه د آریانا هوايي شرکت د کارګو له لارې هندوستان ته، ترسره شوې وه.
هغه له ټولو حاضر سوداګرو وغوښتل چې د خپلو محصولاتو د انتقال د نرخ د ټاکلو په اړه خپلې نظریې او وړاندیزونه شریک کړي.
د ناستې په پای کې، پرېکړه وشوه چې سوداګر به خپل اموال په ټاکلي وخت چمتو کړي او د وارداتو په برخه کې به هم د آریانا هوايي کارګو له ظرفیتونو څخه استفاده وکړي.
 
 
 
 
پنجشنبه، د تلې ١٧مه، ۱۴۰۴