د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رئیس د ملي ستندرد ادارې د ستندردونو د انکشاف او تدوین رئیس سره ناسته وکړه.

ښاغلي محمد ولي امیني، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل رئیس‌، د اتاق د عامل يلاوي د بېلابېلو ډیپارټمنټونو مسؤلینو په شتون کې له ښاغلي مولوي محمد حنیف آخندزاده، د افغانستان د ملي ستندرد ادارې د ستندردونو د انکشاف او تدوین رئیس، او مل پلاوي سره د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې وکتل.
په دې ناسته کې د سوداګرو د پوهاوي لپاره د ستندردونو د کارونې څرنګوالي او د صادراتو د معیاري کولو په موخه د اتاق او د ملي ستندرد ادارې تر منځ د لا زیاتو همکاریو په اړه بحث او نظریاتو تبادله وشوه.
ښاغلي امیني د ناستې د نظریاتو له اورېدو وروسته وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له ټولو هغو طرحو او عملي اقداماتو ملاتړ کوي چې د هېواد د صادراتو د ودې او د سوداګرۍ د معیاري کولو سبب ګرځي، او ډاډ یې ورکړ چې اتاق به د سوداګرو د پوهاوي د لوړولو په برخه کې له ملي ستندرد ادارې سره هر اړخیزه همکاري کوي.
په پای کې پریکړه وشوه چې د سوداګرۍ اتاق او د ملي ستندرد اداره به په ګډه د خصوصي سکتور د پوهاوي لپاره یوه ناسته د بېلابېلو سکتورونو له سوداګرو سره ترسره کړي او د همکارۍ د تفاهم‌لیک د لاسلیک په اړه به هوکړه وکړي.
 
چهارشنبه، د تلې ۱۶مه، ۱۴۰۴