بسم الله الرحیم الرحیمد افغانستان د درونو سوداګرو او پانګوالو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونۍ د مدیره هیئت د نویو او پخوانیو پتمنو غړیو د پام وړ!السلام علیکم و رحمت الله و برکاتهلکه ځنګه چې خبریاست، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پخواني مدیره هیئت کاري موده اصولآ پای ته رسیدلې ده.د کاري تشې د رامنځ ته کیدو د مخنیوي او د چارو د لا سمون او ښه والي په موخه له خصوصي سکټور سره تر ډیرو هلوځلو، پوښتنو او مشورو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت لپاره نوي غړي غوره کړل شوي دي.ټولو محترمو ته خبر ورکول کیږي چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د نوي مدیره هیئت د محترمو غړو د معرفي او د پخوانیو محترمو غړیو د ستایلو په غونډه کې چې د روان کال د وږي میاشتې په ۸ نیټه تر سره کیږي، ګډون وکړي.یادونه: د غونډې کره وخت او ځای به وروسته له دوستانو سره شریک کړل کیږي.په درنښتد افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي ریئس