د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري په ملتیا د افغانستان د بار وړونکو اتحاديې له رئیس ښاغلي یوسف حلیم او د یادې اتحاديې له غړیو سره لیدنه ترسره کړه.ښاغلي حلیم د باروړنې په برخه کې شته ننګونې د اتاق مشرتابه پلاوي سره شریکې او په یادو ننګونو د برلاسي ترلاسه کولو برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.ښاغلي مهمند د باروړنې اتحاديې ستونزو او د هغوی د ستونزو لپاره د مناسبو حل لارو پیداکولو ژمنې وروسته، وویل: د افغانستان د باروړنې سیستم باید غښتلی کړل شي او په یاده برخه کې ستونزې او ننګونې د سوداګرۍ او صنعت وزارت په همکارۍ پای ته ورسول شي.په همدی موخه ښاغلي مهمند د سوداګرۍ او صنعت له ښاغلي وزیر نورالدین عزیزي سره د یوې تیلیفوني اړیکې په ترڅ کې، د باروړونکو د ستونزو د حل او له دوی سره د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي د مخامخ لیدنې غوښتنه وکړه.د مدیره پلاوي لومړي مرستیال د تولیدي محصولاتو د انتقال برخه کې د ریل پټلۍ په ارزښت د خبرو کولو ترڅنګ، زیاته کړه: د تولیدي محصولاتو انتقال لپاره د ریل پټلۍ څخه ګټه اخیستنه کولی شي چې باروړونکو ته لا ډیرې آسانتیاوې رامنځته کړي.نوموړي د باروړونکو اتحاديې له رئیس څخه وغوښتل چې د ریل پټلۍ ادارې سره لیدنه ترسره او له دی لارې د تولیدي محصولاتو د انتقال په څرنګوالي خبرې وکړي.