د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي او د ټرانسپورټ تخصصي کمېټې رئیس او د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد فواد دوست د ټرانسپورټي اتحادیو یو شمیر مسؤلینو او رئیسانو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د ستونزو په اړه خبرې وکړې.ښاغلي سلطان محمد صافي د ټرانسپورټ او کارګو د اتحادیې رئیسانو او مسوولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په هېواد کې د وروستیو بدلونونو په ځانګړي ډول د امنیت د ښه والي او د ټرانسپورټ او کارګو د کار او خدماتو د ښه والي په برخه کې یادونه وکړه او په سختو حالاتو کې یې د ټرانسپورټي او کارګو شرکتونو خدماتو ستاینه وکړه.
نوموړي د موټر چلوونکو لپاره د موټر چلولو د نړیوالو جوازونو د ترلاسه کولو او له بهرنیو ژبو سره د بلدتیا په برخه کې د دې سکتور پر ښه والي او معیاري کولو ټینګار وکړ.ښاغلي احمد فواد دوست د هېواد د سوداګرۍ او اقتصادي ودې په برخه کې د ټرانسپورټ رول او اهمیت ته اشاره وکړه او ټینګار يي وکړ چې، ددی سکتور د پخوانیو او اوسنیو ستونزو په نظر کې نیولو سره اړینه ده چې داتاق، ټرانسپورټي او کارګو شرکتونو او اړوندو دولتي ادارو ترمنځ همغږي لا پسی زیاته شي.په دې ناسته کې د ترانسپورت او کارګو اتحادیې رئیسانو او مسوولینو د څه باندې ۶۵۰ اتحادیو او د ترانسپورت د ریاست له خوا د ترانسپورت د کتابچه د نشتوالي او د الکترونیکي کارتونو د نه کارونې او همدارنګه د ټرانسپورټي اتحاديو په ټرانسپورټي شرکتونو د بدلیدو پریکړې نه عملي کولو یادونه وکړه. هغوی د ترانسپورت د اتحاديې او د ترانسپورت رياست اوسنى حالت د اندېښنې وړ وباله او د اتاق له مشرتابه يې وغوښتل چې د دوى د ستونزو په حل کې د ترانسپورت له وزارت او اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.د اتاق مشرتابه پلاوي د دوی د نظریاتو او ستونزو له اورېدلو وروسته د هېواد د ټرانسپورټ او بار وړونکو اتحادیو له رئیسانو او مسوولینو څخه وغوښتل چې د مشورتي ناستې له ترسره کېدو وروسته خپل پلانونه او ستونزې راټولې او په لیکلې بڼه یې اتاق ته وسپاري. او اتاق به هڅه وکړي چې د ترانسپورت وزارت له مسوولینو سره وګوري او د ترانسپورتي وضعیت د ښه والي او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې له اړوندو دولتي بنسټونو سره همکاري وکړي، تر څو لازم ګامونه پورته کړی شي.
ښاغلي سلطان محمد صافي د ټرانسپورټ او کارګو د اتحادیې رئیسانو او مسوولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په هېواد کې د وروستیو بدلونونو په ځانګړي ډول د امنیت د ښه والي او د ټرانسپورټ او کارګو د کار او خدماتو د ښه والي په برخه کې یادونه وکړه او په سختو حالاتو کې یې د ټرانسپورټي او کارګو شرکتونو خدماتو ستاینه وکړه.