د أفغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د صادراتو او پانګه اچونې پراختیا ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي میرزمان پوپل په ګډون د عینک معدني شرکت رئیس او ځانکړي استازي ښاغلي صفت الله رحیمي او د یاد شرکت مدیرې آغلې ژنګ قي سره د لیدنې په ترڅ کې، په هېواد کې د پانګه اچونې د شتو فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړې.ښاغلي عطايي ښاغلي رحیمي او آغلې ژنګ قي ته په تیرو ۹۰ کلونو کې د أفغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو په ځانګړې توګه د أفغانستان د سوداګرۍ پراختیا، اقتصادي ودې، سوداګرو او پانګوالو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو او د سوداګرو او پانګوالو ستونزو ته د مناسبو حل لارو لټولو په اړه بشپړ مالوماتو ورکولو ترڅنګ، زیاته کړه چې اتاق تل د متشبثینو، سوداګرو او پانګوالو د مشروع فعالیتونو څخه ملاتړ کړی په هڅه کوي چې د خصوصي سکتور ملاتړ برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي.
آغلې ژنګ قي وویل "د سوداګرۍ پراختیا، اقتصادي ودې، سوداګرو او پانګوالو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو او د دوی ستونزو ته د حل لارو برابرولو برخه کې د اتاق فعالیتونو ته په کتو، موږ د خپلو پروژ د تطبیق او پانګه اچونو برخه کې د اتاق د همکارۍ غوښتونکي یو."د ناستې په پای کې، ښاغلي عطايي آغلې ژنګ قي ته ډاډ ورکړ چې اتاق د دوی د پروژو د تطبیق او پانګه اچونو برخه کې هر ډول مشروع او قانوني ملاتړ او همکارۍ ته ژمن دی.
ښاغلي عطايي ښاغلي رحیمي او آغلې ژنګ قي ته په تیرو ۹۰ کلونو کې د أفغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو په ځانګړې توګه د أفغانستان د سوداګرۍ پراختیا، اقتصادي ودې، سوداګرو او پانګوالو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو او د سوداګرو او پانګوالو ستونزو ته د مناسبو حل لارو لټولو په اړه بشپړ مالوماتو ورکولو ترڅنګ، زیاته کړه چې اتاق تل د متشبثینو، سوداګرو او پانګوالو د مشروع فعالیتونو څخه ملاتړ کړی په هڅه کوي چې د خصوصي سکتور ملاتړ برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي.