د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړو محترمو د مدیره پلاوي لومړي مرستیال محمد یونس "مومند"، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال خیرالدین "مایل احمدي"، د مدیره پلاوي د پانګونې مرستیال سلطان محمد "صافي"، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس خان محمد "سرفراز باز"، د مدیره پلاوي مالي رئیس شرین آغا "سخي"، د مدیره پلاوي غړو ضیاءالدین "اڅکزي" او جان آقا "صادقي" او د رخت او پوښاک یو شمېر واردونکو سوداګرو د بهرنیو چارو وزارت له اقتصادي مرستیال محترم میرویس "ناب" او کابل کې د چین سفیر ښاغلي "وانگ یو" سره لېدنه کې د سوداګرو په شته ستونزو او حل لارو خبرې وکړې.
دغه ناسته چې د بهرنیو چارو وزارت کې جوړه شوې وه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړو د سوداګرو د ستونزو په تړاو یادونه وکړه چې چین هېواد کې اقامت لري یا هغه هېواد کې تجارتي دفترونه لري او د کرونا ویروس د خپریدو له امله افغانستان ته راغلي و او اوس بېرته هغه هېواد ته د ورتګ او د خپلو سوداګریزو کارونو د بیا پېل غوښتونکي دي.
د اتاق د رهبرۍ غړو ټینګار وکړ، چې دا سوداګر د کرونا ویروس د خپریدو او د چین دولت له لوري د ویزو د نه ترلاسه کولو له امله تر اوسه پورې بېرته چین هېواد ته د ورتللو اجازه نلري او له دې کبله له سختو ستونزو سره مخامخ دي.دوی د شته ستونزو حل کې د چین سفارت د همکاریو غوښتنه وکړه.ښاغلو محمد یونس "مومند"، خیرالدین "مایل احمدي" او سلطان محمد "صافي" هر یو په خپل نوبت د سوداګرو ستونزو اوریدو په موخه د هېواد بهرنیو چارو وزارت ته د چین د سفیر تشریف ور وړلو او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د یاد سفارت له ښو همکاریو مننې او قدردانۍ ترڅنګ د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ د اهمیت، د ګاونډیتوب ښو اړیکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه مناسباتو او د چين او افغانستان ترمنځ د هوايي دهليزونو د اهميت په تړاو خبرې وکړې او د دوو هيوادونو ترمنځ د تجارتي او اقتصادي اړيکو پراختيا لپاره يې د ځمکني دهليز جوړولو ټينکار وکړ.
د اتاق رهبرۍ چين هېواد کې د ميشت افغان سوداګرو ستونزې چې د کرونا ويروس شيوع له امله يي د هغه هېواد ويزې نه دې اخستې او له څو مياشتو راهيسې کابل کې بند پاتې دي او ندې توانېدلي چې د خپلو سوداګريزو چارو د بيا پېل لپاره چين ته سفر وکړي؛ ډېر جدي وبللې او دغه برخه کې يې د چي د سفير د همکاريو غوښتنه وکړه.
په همدې ترتيب ګډونوالو سوداګرو چين ته د خپلو سوداګريزو فعاليتونو په موخه د ورتګ اجازې نه ترلاسه کېدو ستونزو په هکله خبرې وکړې او هيله يې وکړه چې کابل کې د چين سفير به د شته ستونزو حل کې همکاري وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت اقتصادي معين ښاغلي ميروېس "ناب" د چين او افغانستان ترمنځ د ښو سوداګريزو او اقتصادي اړيکو يادونه وکړه، زياته يې کړه: د چين د خلکو جمهوريت له کلونو را په ديخوا زموږ له خلکو سره بېلابېلو برخو کې مرستې او همکارۍ کړي دي. نوموړي اوس وخت کې د افغان سوداګرو لويه ستونزه د چين د ويزو نه تر لاسه کېدل ياد کړل او تمه يې وښوده چې کابل کې د چين سفارت د افغان سوداګرو شته ستونزو حل کې جدي همکاري وکړي.
کابل کې د چين سفير ښاغلي «وانگ یو» د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه لخوا د مطرح شويو ستونزو له اوريدو وروسته ژمنه وکړه چې د افغان سوداګرو د ويزو ستونزه په خاص توګه د هغو سوداګرو ويزې او سفر چې 600 کسيز نوملړ کې شامل دي همکاري وکړي.
سفير همدا راز ډاډ ورکړ،چې د يادو شوو سوداګرو لېست به د خپل هېواد د ادارو مسوولينو ته وسپاري او هڅه کوي چې د چين هر ولايت کې مېشت سوداګرو ستونزې په همغه ولايت کې حل شي.یکشنبه، 16 وږي 1399
ښاغلو محمد یونس "مومند"، خیرالدین "مایل احمدي" او سلطان محمد "صافي" هر یو په خپل نوبت د سوداګرو ستونزو اوریدو په موخه د هېواد بهرنیو چارو وزارت ته د چین د سفیر تشریف ور وړلو او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د یاد سفارت له ښو همکاریو مننې او قدردانۍ ترڅنګ د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ د اهمیت، د ګاونډیتوب ښو اړیکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه مناسباتو او د چين او افغانستان ترمنځ د هوايي دهليزونو د اهميت په تړاو خبرې وکړې او د دوو هيوادونو ترمنځ د تجارتي او اقتصادي اړيکو پراختيا لپاره يې د ځمکني دهليز جوړولو ټينکار وکړ.