د دوست هېواد هندوستان د کرنیزو او خوراکي توکو د صادراتو پراختیا ادارې له سلاکار سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس لیدنه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دوست هېواد هندوستان د کرنیزو او خوراکي توکو د صادراتو پراختیا ادارې له ارشد سلاکار ښاغلي تارون بجاج او د هندوستان د وریجو د صادراتو عمومي اتحادیې له رئیس ښاغلي ستیش ګول سره لیدنه او خبرې وکړې.
 
په دې لیدنه کې ښاغلي سید کریم هاشمي د افغانستان او هندوستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو او ګډو پانګونو په ځانګړې توګه د خوراکي توکو پر صنعت سربېره د لومړنیو توکو په برخه کې پر پراختیا ټینګار وکړ. نوموړي وویل، چې افغانستان د خوراکي توکو د پروسس او بدلون موندونکو صنایعو په برخه کې د پانګونې مناسب ظرفیتونه لري او د افغانستان خصوصي سکټور لېوال دی، چې د هندي شرکتونو او پانګوالو په همکارۍ ګډې اقتصادي پروژې پلې کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس همدارنګه د هندوستان د کرنیزو او خوراکي توکو د صادراتو پراختیا له ادارې وغوښتل چې د بورې، غوړیو، وریجو او غنمو په ګډون د خوراکي توکو د پروسس په برخه کې د افغانستان له خصوصي سکټور سره نږدې همکاري وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان خصوصي سکټور د ګډې پانګونې لپاره بشپړ چمتووالی لري او کولای شي د پانګونې او بازار مناسب شرایط برابر کړي او یا هم هندي لوری د ټکنالوجۍ، تخنیکي پوهې، تجربې او تخصص د لېږد له لارې د دغو صنایعو په پراختیا کې اغېزناک رول ولوبوي.
ښاغلي هاشمي ټینګار وکړ، چې د خوراکي توکو صنعت په برخه کې د ګډو فابریکو جوړېدل نه یوازې په افغانستان کې د کورنیو تولیداتو د ودې او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل ګرځي، بلکې د سیمې په بازارونو کې د اړتیاوو پوره کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا زمینه هم برابروي.
د هندوستان د کرنیزو او خوراکي توکو د صادراتو پراختیا ادارې ارشد سلاکار ښاغلي تارون بجاج د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پلاوي له پر سفر خوښي وښوده او د افغانستان له خصوصي سکټور سره یې د اقتصادي همکاریو د پراختیا هرکلی وکړ.
نوموړي ژمنه وکړه، چې په راتلونکو اوونیو کې به د افغانستان او هندوستان د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ یوه آنلاین سوداګریزه (B2B) ناسته وشي څو د خوراکي او کرنیزو توکو د صنعت په برخه کې د ګډې همکارۍ او پانګونې فرصتونه وڅېړل شي.
ښاغلي تارون بجاج همدارنګه وویل، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همکارۍ به په افغانستان یا هندوستان کې یو ګډ حضوري پروګرام هم جوړ شي، څو د دواړو هېوادونو سوداګر او پانګوال له نږدې شته فرصتونه وارزوي او د ګډو اقتصادي پروژو او نوو پانګونو د پلي کولو په اړه هوکړو ته ورسېږي.
د دې لیدنې په پای کې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په برخه کې د ښاغلي سید کریم هاشمي د هڅو د ستاینې او هرکلي په موخه د هندوستان د کرنیز سکټور سوداګرو او فعالانو نوموړي ته د «د وریجو د وږي نښان» د یادګار په توګه ډالۍ کړ.
 
پنجشنبه، چنګاښ څلورمه، ۱۴۰۵