د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دوست هېواد هندوستان د سوداګرۍ او صنایعو فدراسیون (FICCI) له مشرتابه سره د یاد بنسټ په مرکزي دفتر کې لیدنه او خبرې وکړې.په دې ناسته کې په هند کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلي مفتي نور احمد نور، د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، ښاغلي هارون قاضي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی محترم ګلمیر امیني او د هند د خصوصي سکټور یو شمېر غړو او استازو هم ګډون درلود.د غونډې په پیل کې ښاغلي سید کریم هاشمي د افغانستان پلاوي د تود هرکلي او مېلمهپالنې له امله د هند د سوداګرۍ او صنایعو فدراسیون له مشرتابه مننه وکړه او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د خبرو د فرصت برابرولو ستاینه یې وکړه. نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان او هندوستان اقتصادي، سوداګریزې او پانګیزې اړیکې پراخ تاریخي او ستراتیژیک ظرفیتونه لري او هندوستان تل د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه پاتې شوی دی.ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې د افغانستان کرنیز محصولات په ځانګړې توګه وچه مېوه، زعفران، قیمتي ډبرې، طبي بوټي، لاسي صنایع، غالۍ او نور کورني تولیدات د هند په بازار کې ځانګړی ارزښت او اهمیت لري.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس همدارنګه څرګنده کړه چې افغانستان نن ورځ عملي همکاریو، ګډو پانګونو او دوامدارو سوداګریزو لارو ته اړتیا لري. نوموړي وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه له FICCI سره د ګډو نندارتونونو، B2B سوداګریزو ناستو، د سوداګریزو پلاوو د تبادلې، د پانګونې فرصتونو د معرفي کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو په برخو کې د نږدې همکاریو غوښتونکې ده.ښاغلي هاشمي وویل چې افغانستان د کرنې، کانونو، انرجۍ، ټرانزیټ، صنعت، کورنیو تولیداتو، سوداګریزو خدمتونو او صادراتو محوره صنعتونو په برخو کې د پانګونې پراخ فرصتونه لري او هندي شرکتونه او پانګوال یې وهڅول چې له افغان سوداګرو او پانګوالو سره په ګډو پروژو کې فعاله ونډه واخلي.نوموړي همدارنګه د افغانستان او هندوستان د ګډې سوداګرۍ خونې د جوړېدو وړاندیز وکړ او ویې ویل چې که دا کار په اوسني پړاو کې ممکن نه وي، لږ تر لږه دې د دواړو هېوادونو د سوداګرو، پانګوالو او خصوصي سکټور استازو په ګډون یو ګډ اقتصادي شورا رامنځته شي څو د سوداګریزو ستونزو په حل، د پانګونې فرصتونو په پېژندنه او د سوداګریزو راکړو ورکړو په زیاتوالي کې اغېزناک رول ولوبوي.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ټینګار وکړ چې افغانستان باید یوازې د واردوونکي هېواد په توګه پاتې نه شي، بلکې د خپلو کورنیو ظرفیتونو، طبیعي سرچینو، کرنیزو تولیداتو او جغرافیایي موقعیت څخه په استفادې د متوازن او صادراتو محوره اقتصاد پر لور حرکت وکړي. نوموړي زیاته کړه چې په هېواد کې عمومي امنیت تأمین شوی او د اقتصادي فعالیتونو او پانګونې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شوی دی. د هغه په وینا، د اسلامي امارت مشرتابه د کورنیو او بهرنیو پانګوالو ملاتړ کوي او د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرولو ته چمتو ده.ښاغلي سید کریم هاشمي همدارنګه وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له تاسیس څخه د ۹۵ کلونو په تېرېدو سره نن ورځ د دې ادارې په مشرتابه کې نوی تحول رامنځته شوی او د خونې په تاریخ کې یو نوی، پیاوړی او فعال فصل پیل شوی دی. نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه یوه خپلواکه، غیرسیاسي او غیرحکومتي اداره ده چې تل د خصوصي سکټور او د هېواد د اقتصادي ګټو په چوپړ کې فعالیت کوي.هغه زیاته کړه چې د خونې مشرتابه د خصوصي سکټور د خدمتګار په توګه د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د پانګونې د ملاتړ، د سوداګرۍ د پراختیا او د افغانستان د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره خپلې ټولې هڅې کاروي.ښاغلي هاشمي همدارنګه یادونه وکړه چې د خونې ټول مشرتابه غړي د مسئولیت احساس او ژمنتیا له مخې د افغانستان د اقتصادي هوساینې او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره کار کوي. نوموړي د بېلابېلو هېوادونو ته د خونې د پلاوي پرلهپسې سوداګریزو سفرونو او رسمي لیدنو ته په اشارې وویل چې دغه سفرونه د پانګونې د جلب، د اقتصادي اړیکو د پراختیا، د افغانستان د شته فرصتونو د معرفي کولو او له نړیوالو سوداګرو او پانګوالو سره د همکاریو د پراخولو په موخه ترسره کېږي.وروسته په هندوستان کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلي مفتي نور احمد نور د افغانستان او هندوستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت خبرې وکړې او د اقتصادي همکاریو، پانګونې او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د نږدې اړیکو پر دوام یې ټینګار وکړ.ورپسې د هند د سوداګرۍ او صنایعو فدراسیون د مدیره پلاوي غړي او د سارک خونې مرستیال ښاغلي وینود جونیجا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پلاوي له شتون څخه خوښي څرګنده کړه او د پخوانیو ګډو پروژو، په ځانګړې توګه د افغانستان–هندوستان د ګډې سوداګرۍ خونې او د «Passage to Prosperity» (د هوساینې پر لور) پروژې د بیا فعالولو غوښتنه یې وکړه.نوموړي ټینګار وکړ چې د هند د سوداګرۍ او صنایعو فدراسیون چمتو دی له افغانستان سره خپلې همکارۍ لا پراخې کړي او زیاته یې کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ظرفیتونه ډېر پراخ دي او د سوداګرۍ کچه باید لا زیاته شي.په دوام کې د فدراسیون هغو غړو چې په تېرو کلونو کې یې په افغانستان کې فعالیت او پانګونه کړې وه د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د شته ستونزو د حل او د پانګونې له فرصتونو څخه د اغېزناکې استفادې په اړه خپلې تجربې، نظرونه او وړاندیزونه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه سره شریک کړل.د غونډې په پای کې دواړو لورو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو پلاوو پر تبادلې، د ګډو پانګونو پر زیاتوالي او د افغانستان او هندوستان ترمنځ د شته اقتصادي فرصتونو پر اغېزناکژ استفادې ټینګار وکړ.چهارشنبه، چنګاښ درېیمه، ۱۴۰۵