په هند کې د همدرد درمل جوړونې له نامتو فابریکې څخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي چې په رسمي سفر هند هېواد ته تللی، پرون د نوي ډهلي په ښار کې د همدرد له نامتو درمل جوړونې فابریکې څخه لیدنه وکړه.
 
د همدرد فابریکه چې له ۱۲۰ کلونو څخه زیاته مخینه لري شاوخوا ۲۰۰ ډوله دودیز او بوټیز درمل تولیدوي. ښاغلي هاشمي د دې لیدنې پر مهال د فابریکې له مسؤلینو سره د دوی د فعالیتونو او د تولیداتو د درملیز ارزښت په اړه خبرې وکړې.
نوموړي د افغانستان د طبیعي درملیزو بوټو او درملیزو منرالونو بډایه سرچینو ته په اشارې سره په هېواد کې د دودیزو او بوټیزو درملو د تولیدي صنعت پر رامنځته کولو او پانګونې ټینګار وکړ.
د همدرد درمل جوړونې فابریکې رئیس ښاغلي هاشمي ته ښه راغلاست ویلو ترڅنگ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس د خدمتونو د درناوي په موخه یې نوموړي ته د فابریکې عالي نښان ډالۍ کړ.