د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پراختیا دفتر له لوري په کابل کې د دولت او خصوصي سکټور د همکاریو په اړه مشورتي ناسته کې د خونې د پانګونې مرستیال ګډون وکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج آرین زلګي د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پراختیا دفتر له لوري د دولت او خصوصي سکټور ترمنځ د همکاریو او د تخصصي لیدلورو د یووالي مشورتي ناسته چې په کابل سټار هوټل کې جوړه شوې وه ګډون وکړ.
 
ښاغلی عظیمي چې د دې پروګرام لومړنی ویناوال و، په یوه اړتیا لرونکې او د ودې په حال کې ټولنه کې د خصوصي سکټور رول مهم وباله او زیاته یې کړه چې هېڅ هېواد له یوه پیاوړي، متحرک او ملاتړ شوي خصوصي سکټور پرته نه شي کولای دوامدار اقتصادي پرمختګ، د کارموندنې رامنځته کول او د ملي عوایدو زیاتوالی ترلاسه کړي.
د خونې د پانګونې مرستیال د ملګرو ملتونو له لوري په افغانستان کې د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د پانګونې د ظرفیتونو د لوړولو په موخه د ورته مشورتي ناستو جوړول وستایل او د دغو ګټورو پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه.
د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پراختیا دفتر د نړیوالې سوداګرۍ او ګمرکونو متخصص ډاکټر سعید پرتو د یو هراړخیز پریزنټېشن له لارې د شته ننګونو، ظرفیتونو او د دې ادارې د وړاندیز شوو میکانیزمونو په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې دغه ناسته په افغانستان کې د پانګونې د پیاوړتیا او د اقتصادي سکټور د بنسټیزې ودې لپاره د اغېزناکو لارو چارو د موندلو په موخه جوړه شوې ده چې مثبتې پایلې به ولري.
په دې ناسته کې یو شمېر پانګوالو، د اصنافو او د سوداګرۍ او کار بازار اړوندو خونو مسوولینو، د بانکونو استازو او متشبثو مېرمنو ګډون کړی و چې د ازاد بحث او جلا جلا کاري ګروپونو له لارې یې د سوداګرۍ، پراختیا او ټولنیزو اړتیاوو په برخو کې ځینې شته ستونزې مطرح کړې او خپل طرحې او وړاندیزونه یې د ناستې له جوړوونکو سره شریک کړل.
 
دوشنبه، چنګاښ اوله ، ۱۴۰۵