د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس لیدنه وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د تاشکند د پانګونې د پنځم نړیوال فورم په څنډه کې د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي ښاغلي شهرت‌بیک عبدالرحمانوف سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
 
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه د نظرونو تبادله وکړه او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ یې د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار وکړ.
ښاغلي هاشمي د اندیجان ولایت له لوري د هغو ۴۰ افغان سوداګرو د سفر د اسانتیاوو له برابرولو مننه وکړه چې د اندیجان د والي د هرات ولایت د سفر پر مهال دغه ولایت ته تللي ول. نوموړي زیاته کړه دا سفر چې د سوداګریزې ویزې نه پرته ترسره شو د دواړو لورو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د جدي لېوالتیا څرګندونه کوي.
د غونډې په پای کې د اندیجان والي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ته بلنه ورکړه څو په نږدې راتلونکي کې د افغان سوداګرو له یوه پلاوي سره اندیجان ولایت ته سفر وکړي. دغه بلنه د ښاغلي هاشمي له لوري ومنل شوه او دواړو لورو د همکاریو پر دوام او د سوداګریزو اړیکو پر لا پراختیا ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړو ښاغلي نجابت‌الله حیدري او ښاغلي عبدالصبور احمدي هم و.
 
جمعه، غبرګولي ۲۹مه، ۱۴۰۵