د تاشکند د پانګونې په پنځم نړیوال فورم کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ګډون وکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د تاشکند د پانګونې په پنځم نړیوال فورم کې ګډون وکړ. دغه فورم د ازبکستان هېواد د ولسمشر ښاغلي شوکت میرضیایف له لوري په رسمي توګه پرانېستل شو او د بېلابېلو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو، پانګوالو، سوداګرو او د خصوصي سکټور د استازو په ګډون ترسره شو.
 
د فورم په څنډه کې د «ازبکستان له خلیجي هېوادونو او د سیمې او نړۍ له نورو بازارونو سره د سوداګریزو فرصتونو فورم» تر سرلیک لاندې یوه سوداګریزه غونډه هم جوړه شوه چې د افغانستان، ازبکستان، قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، عراق، سوریې، اردن، اندونیزیا او یو شمېر نورو عربي هېوادونو استازو پکې ګډون کړی و.
ښاغلي هاشمي په دې غونډه کې د سوریې، عراق او افغانستان د راټوکېدونکو بازارونو او نوو اقتصادي فرصتونو په اړه وینا وکړه. نوموړي د ازبکستان له حکومت او خلکو او د فورم له جوړوونکو څخه د مننې ترڅنګ د سیمه‌ ییزو اقتصادي همکاریو، د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د لا زیات نښلون پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه افغانستان د منځنۍ اسیا، سویلي اسیا او منځني ختیځ ترمنځ د نښلونکې پله په توګه یاد کړ او د کرنې، کانونو، ټرانزیټ، انرژۍ، کورنیو تولیداتو، زعفرانو، غالیو، قیمتي ډبرو، طبي بوټو او سوداګریزو خدمتونو په برخو کې یې د هېواد پراخ ظرفیتونه تشریح کړل.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس په خپلو خبرو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او د ټرانزیټ، ټرانسپورټ، ګمرکي اسانتیاوو، ګډې پانګونې او ګډو سوداګریزو مرکزونو د جوړولو غوښتنه وکړه. نوموړي همدارنګه د افغان سوداګرو لپاره د سوداګریزو ویزو، بانکي خدمتونو او د منځنۍ اسیا بازارونو ته د لاسرسي په برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو غوښتنه وکړه او ازبکستاني پانګوال یې په افغانستان کې پانګونې ته راوبلل.
ښاغلي هاشمي همدارنګه د افغانستان، عراق او سوریې ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او دغو هېوادونو ته د افغانستان د محصولاتو د صادراتو د اسانتیا، په نړیوالو نندارتونونو کې د افغان شرکتونو د ګډون، د سوداګریزو پلاوو د تبادلې او د کرنې، خوراکي صنایعو، نساجۍ، ودانیزو چارو، کانونو او سوداګرۍ په برخو کې د ګډو همکاریو غوښتنه وکړه. نوموړي وړاندیز وکړ چې په نږدې راتلونکي کې دې په کابل کې د ازبکستان، عراق او سوریې د سوداګرو او پانګوالو په ګډون ګډ اقتصادي فورم او سوداګریز نندارتون جوړ شي څو اقتصادي خبرې عملي همکاریو او ګډو پانګونو ته لار هواره کړي.
د غونډې په دوام د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس، د عراق د سوداګرۍ وزیر، د اندونیزیا د سوداګرۍ وزارت مرستیال او په ازبکستان کې د سعودي عربستان یو ستر پانګوال هم د سیمه‌ ییزو اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه ویناوې وکړې. ویناوالو د منځنۍ اسیا او عربي نړۍ ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د پانګونې د نوو فرصتونو پر رامنځته کولو، د هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا او په سیمه کې د مثبتو اقتصادي بدلونونو په رامنځته کولو کې د ازبکستان پر رول ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې ګډونوالو د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا، د سوداګرۍ د کچې پر لوړولو، د ګډو پانګونو پر پراختیا او د سیمې د هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پر لا پراخېدو ټینګار وکړ او دغه غونډه یې د منځنۍ اسیا، افغانستان او عربي نړۍ ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو اغېزناک ګام وباله.
 
جمعه، غبرګولي ۲۹مه، ۱۴۰۵