د ازبکستان د سیردریا ولایت له والي سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د تاشکند د پانګونې پنځم نړیوال فورم څنډه کې د ازبکستان د سیردریا ولایت له والي ښاغلي ایرکین جان توردیموف سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
 
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو او پانګونې د پراختیا په اړه د نظرونو تبادله وکړه. د خبرو پر مهال په افغانستان کې د دوو سترو پانګیزو پروژو چې یوه یې د ۱۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د کارباماید د تولید فابریکه او بله یې د جامو او نساجۍ د تولید عصري فابریکه ده بحث وشو او دواړو لورو د دغو پروژو پر عملي کېدو د هېواد پر اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
همدارنګه دواړو لورو د ګډو پانګونو پر زیاتوالي او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ یې د سوداګریزو او صنعتي اړیکو د پراختیا لارې چارې وڅېړلې.
د سیردریا والي ژمنه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز بېلانس د متوازن کولو په موخه به د افغانستان د تازه مېوو د پېرلو زمینه برابره کړي څو له پروسس او بسته‌بندۍ وروسته د ازبکستان له لارې نړیوالو بازارونو ته صادرې شي. نوموړي دغه اقدام د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره مهم ګام وباله.
ښاغلي ایرکین جان توردیموف د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ته بلنه ورکړه څو په نږدې راتلونکي کې د افغان سوداګرو او پانګوالو له یوه پلاوي سره د سیردریا ولایت ته سفر وکړي چې د پانګونې فرصتونه او د اقتصادي همکاریو زمینې له نږدې وارزول شي. دغه بلنه د ښاغلي هاشمي له لوري ومنل شوه او نوموړي د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر دوام او د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار وکړ.
 
پنجشنبه، غبرګولي ۲۸مه، ۱۴۰۵