د ګاونډیو هېوادونو څخه د ایستل شویو او بېرته راستنو شوو هېوادوالو د ملاتړ په موخه د اړیکو دفتر (TLO) له لوري په کابل ګرنډ هوټل کې یوه غونډه جوړه شوه.په یاده غونډه کې چې د حکومت لوړپوړو چارواکو او نړیوالو ادارو استازو ګډون درلود د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي په خپله وینا کې د هغو ادارو او بنسټونو له هڅو مننه وکړه چې د جبري ایستل شوو هېوادوالو د ملاتړ او لاسنیوي په برخه کې یې همکاري کړې ده. نوموړي وویل چې افغان سوداګر او پانګوال به په دې برخه کې د حکومت او مرستندویه ادارو ترڅنګ ولاړ وي.ښاغلي عظیمي زیاته کړه هغه هېوادوال چې له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته راستانه شوي یوازې یوه ننګونه نه، بلکې د سوداګرۍ، صنعت، ودانیزو چارو، معلوماتي ټکنالوجۍ، کرنې او خدماتو په برخو کې د زرګونو تجربه لرونکو او لوستو کسانو شتون د افغانستان د کار بازار د پیاوړتیا لپاره یو ارزښتناک فرصت دی. نوموړي د خصوصي سکټور له لوري د اقتصادي پروګرامونو د پلي کولو او دغې فعالې او اړمنې طبقې ته د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.د پانګونې مرستیال دا هم وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد د خصوصي سکټور د سراسري استازي په توګه بشپړ چمتووالی لري چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت، نورو دولتي ادارو، تمویلونکو بنسټونو او همکارو مؤسسو سره په همغږۍ د راستنېدونکو د اقتصادي ادغام لپاره ګډ پروګرامونه عملي کړي.په دې غونډه کې د خونې د داخلي تولیداتو د ملاتړ مرستیال ښاغلی عبدالنافع بارکزي, د مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج مطیع الله گردیزي هم ول. نورو ویناوالو لکه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي، د اقتصاد وزارت مرستیال ښاغلي ډاکټر عبداللطیف نظري، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافیرې مېرمن ورینکا، او د اړیکو دفتر (TLO) مرستیال انجینر عبدالرحیم خُرم هم د خپلو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د راستنېدونکو د ملاتړ، د کاري فرصتونو او پانګونې د زمینو د برابرولو په اړه یې خپل نظریات وړاندې کړل.د غونډې په څنډه کې د هغو راستنېدونکو پانګوالو او متشبثینو د تولیداتو او محصولاتو نندارتون هم جوړ شوی و چې هېواد ته بېرته راستانه شوي دي.چهارشنبه، غبرګولي ۲۷مه، ۱۴۰۵