د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د افغان ـ امریکايي سوداګرۍ او پانګونې شورا (AATIC) له رئیس، ښاغلي الحاج ایامالدین ایام او د دې شورا له لوړپوړي سلاکار، ښاغلي نادر اتش سره د خونې د عمومي ریاست په دفتر کې لیدنه وکړه.
په دې ناسته کې، د سوداګرۍ پراختیا، د افغانستان او امریکا ترمنځ د اقتصادي همکاریو او ګډو پانګونو د پیاوړتیا، او همدارنګه په افغانستان کې د امریکايي او اروپايي شرکتونو د پانګونې د جلب په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه. همدارنګه د سوداګرۍ، زیربناوو، انرژۍ، خدمتونو او نورو اقتصادي برخو شته فرصتونه هم وارزول شول.
ښاغلي ایامالدین ایام، د افغان ـ امریکايي سوداګرۍ او پانګونې شورا د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د پانګونو پر جلب، د نویو اقتصادي فرصتونو پر رامنځته کولو او د افغان سوداګرو او نړیوالو پانګوالو ترمنځ د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ. نوموړي د هېواد په اقتصادي وده کې د خصوصي سکټور رول مهم وباله او د سوداګرۍ پراختیا، د پانګونو جلب او ګډو همکاریو په برخه کې یې د دې شورا د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
ښاغلي هاشمي، د افغان ـ امریکايي سوداګرۍ او پانګونې شورا رئیس او لوړپوړي سلاکار ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د دې شورا له فعالیتونو هرکلی وکړ او یاد فعالیتونه یې د افغانستان او بهرنیو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او همدارنګه په امریکا او اروپايي هېوادونو کې د مېشتو افغان سوداګرو او پانګوالو د هڅونې لپاره مهم وبلل.
د خونې عمومي رئیس، په افغانستان کې د سراسري امنیت او د پانګونې د مناسبو فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د خصوصي سکټور د فعالیتونو او پانګونو د ملاتړ په برخه کې یې، د اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
په دې ناسته کې، د افغان ـ امریکايي سوداګرۍ او پانګونې شورا غوښتنه وکړه، څو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سره د اقتصادي همکاریو د چوکاټ، د پانګونې د بهیر د اسانتیا او د افغان، امریکايي او اروپايي پانګوالو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه ګډ هوکړه لیک لاسلیک کړي، چې د خونې له لوري په اصل کې ومنل شو او پرېکړه وشوه، چې د جزییاتو له شریکولو او د مسودې له ترتیب وروسته به وروستۍ پرېکړه وشي.
د غونډې په پای کې، دواړو لورو هیله څرګنده کړه، چې دا ډول ناستې به په افغانستان کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا لامل شي.