د افغانستان بانک لومړي مرستیال سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د افغانستان بانک له لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق‌الله خالد سره وکتل او د خصوصي سکتور د ستونزو، په ځانګړي ډول بهر ته د پیسو د لېږد او پر لویو بنسټیزو پروژو د پانګونې په اړه یې خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي هاشمي د خونې د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دغه بنسټ تل هڅه کړې چې د حکومت ترڅنګ د خلکو د خدمت او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اغېزمن ګامونه واخلي.
نوموړي بهر ته د پیسو د لېږد په برخه کې د خصوصي سکتور شته ستونزې یادې کړې او له افغانستان بانک څخه یې په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
د خونې عمومي رئیس همدارنګه د بهرنیو پانګو د راټولولو لپاره د یوه مالي صندوق د جوړولو وړاندیز وکړ څو د هېواد د لویو بنسټیزو پروژو د پلي کېدو او تمویل لپاره وکارول شي.
هغه د خصوصي بانکونو پر ونډې اخیستنې ټینګار وکړ او په ځانګړي ډول په داسې پروژو کې لکه د تېلو د چاڼخونې جوړول، د تار د تولید د یوې سترې فابریکې جوړول او د اوسپنې کېندنې او غوښتنه یې وکړه چې د خصوصي بانکونو د پانګونې پر وړاندې شته خنډونه لرې شي.
ښاغلي خالد د یادو وړاندیزونو هرکلی وکړ او په اړوندو برخو کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او د مالي صندوق د جوړېدو له طرحې یې ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل، که د دې صندوق د جوړېدو تفصیلي طرحه ورسره شریکه شي، افغانستان بانک چمتو دی لازمې همکارۍ ترسره کړي.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال همدارنګه څرګنده کړه چې دغې ادارې تل هڅه کړې له خصوصي سکتور سره نږدې همکاري ولري او د خصوصي بانکونو له لارې د پیسو د لېږد په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي د خونې له عمومي رئیس څخه وغوښتل چې د هېواد سوداګر او پانګوال وهڅوي څو خپلې ټولې مالي لېږدونې د بانکي سیستم له لارې ترسره کړي.
 
پنجشنبه، سلواغې ۳۰مه، ۱۴۰۴