د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د سفارت له سفیرې سره وکتل.

 ښاغلي توکل احمدیار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د ښاغلي خان محمد سرفراز باز د اتاق دارالانشاء رئیس په حضور کې له اغلې کرن دیکر، د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د سفارت له سفیرې سره وکتل او په اقتصادي موضوعاتو، د افغان سوداګرو د ستونزو او د حل لارو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

دغه ناسته، چې په دوستانه فضا کې ترسره شوه، د افغانستان د خصوصي سکتور پر اقتصادي مهمو مسئلو او ستونزو متمرکزه وه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس، د نړیوالې ټولنې له دوامداره ملاتړ او د افغانستان د خصوصي سکتور د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې د دوی له مرستو څخه مننه وکړه. نوموړي، یادونه وکړه چې نړیوالې همکارۍ او د خصوصي سکتور ملاتړ کولای شي په افغانستان کې د اقتصادي بیارغونې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

، ښاغلي احمدیار، له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان سره د صادراتو په مخکې شته ستونزو او خنډونو ته اشاره وکړه او د یادو خنډونو په لمنځه وړلو يې ټینګار وکړ. هغه، وویل چی د بهرنۍ پانګونې د جلب لپاره د مناسبې فضا رامنځته کول او د سوداګرۍ وضعیت ښه کول د افغانستان او د نړیوالو شریکانو په ځانګړي ډول د متحده ایالاتو د نږدې همکارۍ اړینه ده. هغه، همدارنګه د سوداګریزو زیربناوو د پیاوړتیا، د صادراتو او وارداتو د شرایطو د ښه کولو او د افغانستان خصوصي سکتور لپاره د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو اهمیت ته اشاره وکړه.

د اتاق د دارالانشاء رئیس، د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو اړوند کلیدي موضوعات لکه: د سوداګرۍ اسانتیاوې، په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې زیاتوالی، د بندیزونو له امله را پیدا شوې ستونزې او د یادو ستونزو پر کورني او نړیوال سوداګریزو اړیکو اغیزې، او همدارنګه د بانکي او مالي انتقالاتو ستونزې مطرح کړې. نوموړي، له اغلې دیکر، څخه وغوښتل چې د افغانستان د خصوصي سکتور د مهم والي په نظر کې نیولو سره د افغان سوداګرو د ستونزو په حل کې عملي ګامونه واخلي.


له بلې خوا، اغلې کرن دیکر، د افغانستان د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې د خپلې ژمنتیا خبر ورکړ.
اغلې دیکر، هیله څرګنده کړه چې د دواړو اړخونو په همکارۍ سره به په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره مناسبه فضا رامنځته شي.

په پای کې، دواړو لوریو د همکاریو د دوام او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.

 

 

سه شنبه، د ۱۴۰۳ کال تلې ۱۰مه