ښاغلي الحاج خان محمد سرفراز باز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس، د ښاغلي شیرشاه احمدزی او ښاغلي استاد شاه محمود شریفي، د کابل د اتاق د مدیره پلاوو غړو او ښاغلي عطاالله عمر ملي سوداګر په شتون کې له ښاغلي مولوي بدرالدین حقاني، په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیرسره لیدنه ترسره کړه او د افغان سوداګرو ستونزو او ننګونو او په دې هېواد کې د افغانستان د سفارت د برنامو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د افغان سوداګرو او خلکو لپاره د قونسلي خدماتو په تسهیل کې د افغانستان سفارت مشرتابه څخه مننه وکړه او د هېواد د سوداګرو لویې ستونزې یې له ښاغلي حقاني سره شریکې کړې. نوموړي، له ښاغلي سفیر څخه وغوښتل چې د خصوصي سکتور د اهمیت په نظر کې نیولو سره د دې ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي. همدارنګه، نوموړي، په متحده عربي اماراتو کې افغان سوداګرو ته د ویزې په صدور کې د اسانتیاوو د نشتوالي یادونه وکړه او د سفارت له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې دا موضوع حل کړي.همدارنګه، ښاغلي شیرشاه احمدزي او ښاغلي استاد شاه محمود شریفی په خپل وار سره د افغان سوداګرو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د حل په موخه یې د ښاغلي سفیر د جدي پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي مولوي بدرالدین حقاني، د اتاق دارالانشاء رئیس او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رول یې د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې مهم وباله. هغه د افغان سوداګرو د ستونزو او خبرو اورېدو ترڅنګ ژمنه وکړه چې د دې ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي.
سه شنبه، تلې ۱۰مه ۱۴۰۳