د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د چین ګیانګیین ښار د سوداګرۍ پراختیا نندارتون او کنفرانس کې ګډون وکړ

ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د هېواد له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره د چین په ګیانګیین ښار کې د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په نندارتون او کنفرانس کې ګډون وکړ.
 
په دې کنفرانس کې د یاد شوي ښار تولیدي وړتیاوې ګډونوالو ته تشریح شوې او چینايي شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړل. همدارنګه، د افغان او چینايي سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د پانګونې او د سوداګرۍ د بهیر د چټکتیا په اړه بحث او خبرې وشوې.
د دې ناستو په څنډه کې؛ ښاغلي مهمند او ورسره مل ټیم د دې ښار له لویو تولیدي فابریکو لکه د خوراکي توکو او اوسپنې فابریکو څخه لیدنه وکړه او د دې فابریکو له مسؤلینو سره یې خبرې اترې وکړې.
 
 
جمعه، د وږي ۲۳، ۱۴۰۳