ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د ولادي وستوک د سوداګرۍ اتاق له رئیس ښاغلي بوریس ستوپنتکي، او د یاد اتاق مرستیال ښاغلي میخایل ویسیلوف، سره ولیدل او د هېواد د سوداګریزو فرصتونو په اړه یې خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند، په هېواد کې د عمومي امنیت، د کوکنارو د کښت د مخنیوي او د اداري فساد له منځه وړل یې یوه ښه پانګیزه موقع وبلله او د ولادي وستوک د سوداګرۍ اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې د روسیې سوداګر په بیلابیلو برخو، په ځانګړي ډول د کانونو، کرنې او د انرژۍ تولید په سکتورونو کې پانګونې ته وهڅوي.
د اتاق لومړي مرستیال، د امام ابوحنیفه "رح" د دریم ملي او نړیوال نندارتون په اړه چې ټاکل شوې ده د روان میلادي کال د اکتوبر له ۶مې نیټې څخه تر ۱۲مې نیټې پورې د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري په کابل ښار کې جوړ شي، د ولادي وستوک سوداګرۍ اتاق مشرتابه ته معلومات وړاندې کړل او له هغوی یې وغوښتل چې په یاد نندارتون کې ګډون وکړي او د خپل هېواد تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
ښاغلي مهمند، د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او له ښاغلي بوریس ستوپنتکي یې وغوښتل چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو موجوده ستونزو د حل لپاره د روسیې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ عملي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي بوریس ستوپنتکي، د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ته یې هرکلی ووایه او افغانستان ته د سویابین د صادارتو یادونه یې وکړه. هغه، د امام ابوحنیفه "رح" دریم ملي او نړیوال نندارتون کې د روسیې سوداګرو د ګډون او په افغانستان کې په بیلابیلو سکتورونو کې د پانګونې لپاره د ولادي وستوک د سوداګرۍ اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.