د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د کار ملی کنفرانس کې ګډون وکړ

ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړۍ مرستیال د ښاغلي خان جان الکوزي، او د حکومت لوړ پوړو چارواکو په شتون کې د کار ملی کنفرانس کې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت لخواه په لاره اچول شوۍ وو، ګډون وکړ.

ښاغلی مهمند، د حکومت مشرتابه څخه یې د دې کنفرانس په لاره اچولو مننه او ستاینه وکړه او د دندو په رامنځته کولو کې یې د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل، وویل: د سوداګرۍ اتاق د تیرو کلونو په ترڅ کې یې هڅه کړې ترڅو د اقتصادی ودې او د دندو په رامنځته کولو کې یې د هیواد ۱.۳ میلینوو ډیرو کسانو ته په بیلابیلو سکټورونو کې په ځانګړې توګه د غالیوو په سکټور کې د کار زمینه برابره کړي.

د اتاق لومړي مرستیال، افغانستان یې د بیلابیلو طبیعی سرچینو په لرلو سره، لکه: نفت، ګاز، لیتیم، مس، طلا، یاقوت او زراعتی مځکو وباله او د دندو په رامنځته کولو کې یې د دغو سرچینو استخراج مهم وګاڼه. هغه، د دغو سرچینو استعمال یې د بشری سرچینو پورې تړلې وبلله او د حکومت له مشرتابه څخه یې غوښتنه وکړه تر څو د انسانی سرچینو د ظرفیت په لوړولو کې عملی ګامونه پورته کړي.

ښاغلي مهمند، د هیواد د اوبو مدیریت یې د اقتصادی ودې او د محصولاتو د صادراتو په لوړوالي کې یې مهم وګاڼه، او د سړو خونو په جوړولو همدارنګه د زراعت په میکانیزه کولو کې له خصوصی سکتور سره یې د حکومت ملتیا، غوښتنه وکړه.

محترم مهمند، په ملی او نړیوالو بانکونو کې د خصوصی سکتور د پیسو منجمد کیدل او د پیسو په انتقال کې د آسانتیاوو نشتون یې د هیواد اقتصادی پراختیا لپاره لویه ضربه وګڼله او د نړیوالې ټولنې لخواه د افغان سوداګرو د بانکي شتمنیو د بیرته ورکولو غوښتنه وکړه.

 

چهارشنبه، ۳ اسد ۱۴۰۳