په ننګرهار ولایت کې د وروستیو طبیعي پېښو له زیانمنو سره د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال له لورې مالي مرسته تر سره شوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال او د ګل اغا پرواني خیریه بنسټ مشرښاغلي خیرالدین مایل احمدي په ننګرهار ولایت کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله له ۲۸۰ زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته په داسې حال کې چې د ننګرهار مقام مرستیال، د ننګرهار د سوداګرۍ اتاق مدیره پلاوي غړي هریو ښاغلي ګل مرادعرب، مصطفی رحیمي، رئیس خان اقبال او عبدالولي بابکرخیل هم شتون درلود وویشل.


ښاغلي مایل احمدي، د دغه طبیعي پېښو له قربانیانو او کورنیو سره د خپلې خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې د هېواد له ټولو سوداګرو اوخیریه بنسټونو څخه وغوښتل چې په داسې حالاتو کې د خپلو هېوادوالو سره مالي او خوراکې مرستې ګړندۍ کړی، نوموړي د ګل اغا پرواني خيريه بنسټ له لوري په دغه ولايت کې هرې زيانمنې کورنۍ ته له ٥٠٠٠ څخه تر ٥٠٠٠٠ افغاني نغدي پیسې او خوراکي توکو مرسته ياده کړه.

د ولایت مرستیال، د هېواد له خصوصي سکتور په ځانګړې توګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له سوداګریز مرستیال څخه د ننګرهار ولایت د وروستي ناورین له قربانیانو سره د مالي او خوراکي توکو د مرستې او د همکارۍ له امله مننه وکړه او د هېواد د خصوصي سکټور د نورو غړو د مرستی رسولو ویش په دغه ولایت کې زیانمنو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ.

 

دوشنبه، زمری ۱، ۱۴۰۳