د سپین بولدک د وروستۍ اورلګېدنې د پېښې د څېړلو په موخه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رهبري پلاوي او سوداګرو ګډه غونډه پیښو ته د رسیدګی په چاروکې د دولت له وزير سره

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاالدین اڅکزي، په داسې حال کې چې د کندهار د سوداګرۍ اتاق رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند، د کندهار د سوداګرۍ اتاق د مدیره پلاوي غړي حاجي راحت الله، د سپين بولدک ولسوالۍ د پیښې څېړلو کمېټې غړو، د سپین بولدک سوداګر او پانګوالو هم حضور درلود، پیښو ته د رسیدګی په چاروکې د دولت له وزير الحاج ترابي سره خبرې وکړې او د سپين بولدک د وروستۍ اورلګېدنې او د پېښې د قربانيانو په اړه مفصل معلومات ورته وړاندې کړل.
 
ښاغلي اڅکزي، د دولتي ادارو د هلو ځلو د ستاینې په ترڅ کې د حکومت له مشرتابه وغوښتل چې د دغې پېښې له قربانیانو سره مرسته وکړي، هغه د دغې پېښې د قربانیانو د پېژندنې په برخه کې د کاري طرزالعمل پر جوړولو او د مرستو د بهیر پر روڼوالي ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له اړوندو دولتي ادارو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د پېښې په ځای کې سوداګرو او هټیوالو د اور لګېدنې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د زیانونو د څېړلو، مرستې او یو شمېر نورو مسایلو په اړه یې د عملي ګامونو د پورته کولو په موخه ۱۵ تنه با صلاحیت استازو حکومت ته معرفي کړ.
 
یکشنبه، د چنګاښ ۳۰ مه، ۱۴۰۳