د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ترکیې اقتصادي ټولنې ته مېلمستیا او ضیافتي ناسته جوړه کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سیمې او نړۍ له هېوادونو او په ځانګړې توګه له ترکیې سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه په داسي حال کې چې د اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین اغاسخي، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړي هر یو ښاغلي خانجان الکوزی، سید پرویز سادات هوفیاني او بهادر خیرخواه، د کابل اتاق لمړی مرستیال ښاغلي احمدشاه حکیمي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، په افغانستان کې د ترکیې د سفارت مرستیال ښاغلي عمر نعمان دوغروقول، ، د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د عامل پلاوي سرپرست مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرزمان پوپل، د کابل د سوداګرۍ اتاق مرستیال ښاغلي همایون خواجه زاده، د ترکیې د اقتصادي ټولنې رئیس ښاغلي حسین اکچا، د ولایتي اتاقونو رئیسان، د هېواد د بېلابېلو اتحادیو رئیسان او د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو هم ګډون کړی وو ترسره کړل.
 
ښاغلي مهمند، ښاغلي حسین اکچا او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، ترکیه له افغانستان سره د مذهبي او فرهنګي مشترکاتو او ټرانزیټي، سوداګریزو، صنعتي او سیاسي اړیکو له پلوه یو پخوانی دوست هېواد وباله او د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو په لا غښتلتیا يې ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند، سرتاسری امنیت، د کوکنارو د کښت مخنیوی او په هېواد کې د اداري فساد له منځه وړل د پانګونې لپاره ښه فرصت وباله او له ترکي سوداګرو یې وغوښتل چې له شته فرصتونو څخه په استفادې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.
ښاغلي مهمند له ترکيې سره د صادراتو او وارداتو پر زياتوالي ټينګار وکړ او د ترکيې د سفارت له مرستيال او د دغه هېواد د خصوصي سکتور له استازو يې وغوښتل چې له افغانستان څخه ترکيې ته د ډبرو سکرو د صادراتو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
د اتاق لمړی مرستیال، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر اهمیت د خبرو کولو ترڅنګ، د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو، افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې او د افغان سوداګرو پر سوداګریزو توکو د ترجیحي تعرفې په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
ښاغلي امره قبیل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او د افغان سوداګرو لپاره یې د سوداګریزو اسانتیاوو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ټینګښت او په افغانستان کې پانګونې ته د ترکیې د سوداګرو د هڅونې په برخه کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلی حسین اکچا، د ترکیې د اقتصادی ټولنه په هکله معلومات وړاندي کولو ترڅنګ زیاته کړه، چې د ترکیې اقتصادي ټولنه هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور فرصتونه او ننګونې په ګوته کړي او د افغانستان له اوسنیو شرایطو سره سم د هغوی ستونزې حل کړي، هغه په راتلونکي کې هم د ورته غونډو په جوړولو ټینګار وکړ
 
شنبه، چنګاښ ۳۰مه، ۱۴۰۳