د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د سفید چهر سړې خونې له تاسیساتو او د فرزه ولسوالۍ مېوې بڼونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، په داسی حال کې چې، د اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د اتاق سلاکار محمد امید حیدري او ملي سوداګر ښاغلي ځدران ناصري یې ملتیا کوله، د کابل ولایت د فرزه ولسوالۍ کې د سپین چهر سړې خونې او تازه میوو بڼونو څخه لیدنه وکړه او د دوی ستونزې یې واورېدې.

باغ لرونکو خپلې ستونزې د معیاري کیمیاوي سرې، د میوو د ونو لپاره د معیاري درملو د نشتوالي، او د معیاري سړکونو د نشتوالي په برخه کې بیان کړې او د اتاق له لومړي مرستیال څخه یې غوښتنه وکړه چې ستونزې یې د حکومت اړوندو ادارو سره شریکې کړي او د باغ لرونکو ستونزو حل برخه کې ورسره مرسته وکړي.

حاجي فیض الرحمن، د سپین چهر سړې خونې په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: یاده سړه خونه په څلور جریبه ځمکه کې د شپږ لویو یخچال لرونکو سالونونو سره جوړه شوې او په هغې باندې دوه ملیونه ډالر پانګونه شوې ده، چې خدمات یې د نړیوالو معیارونو سره برابر دي او په یو وخت کې د ۲۰۰۰ ټنه تازه میوو د ساتلو ظرفیت لري. هغه د سړې خونې عمده ستونزه د کابل ښاروالۍ له خوا د دویم پوړ ودانۍ د جوړولو د اجازې نشتوالی یاد کړ او د اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې د اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ کې د دې ستونزې په حل کې مرسته وکړي.

ښاغلي مهمند، د سپین چهر سړې خونې د رئیس او مسوولینو د ستونزو او کاري پلانونو تر اورېدو وروسته، په هېواد دننه په ځانګړې توګه د کرنې د میکانیزه کولو په برخه کې د دوی د لویو پانګونو ستاینه او قدرداني وکړه او د داسې لویو سړو خونو رول یې د هېواد په اقتصادي وده او د کار موندنې په برخه کې مهم وباله.

ښاغلي مهمند، د کرنې سکتور لپاره د داسې سړو خونو جوړول اساسي اړتیا وبلله او له هېوادوالو او حکومت څخه یې وغوښتل چې د هېواد اقتصادي ودې او کرنې د پرمختګ لپاره په خپلو محافلو او غونډو کې د داخلي تولیداتو څخه استفاده وکړي.
نوموړي په نږدی راتلونکي کې د یادې سړې خونې د پرانیستې خبر ورکړ.

همدارنګه، ښاغلي مهمند، د صادراتو په پراختیا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د معیاري سړو خونو جوړول مهم وبلل او د پانګونې د اسانتیاوو په برخه کې یې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال، د فرزه ولسوالۍ له باغ لرونکو سره د لیدنې او د دوی د ستونزو د اورېدو پر مهال، ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به د حکومت له اړوندو مسوولینو سره شریکې کړي او د حل لپاره به یې هر ډول اړینه مرسته وکړي

 

چهارشنبه، چنګاښ ۲۸مه، ۱۴۰۳