د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د سویلي آسیا نندارتون کې چې د چین کونمنګ ښار کې جوړیږي، د ګډون کوونکو سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرزمان پوپل او د عامه او نړیوالو اړیکو ډيپارټمنټونو مسؤلینو په حضور کې، د افغان سوداګرو سره، چې په اتمه غونډه او جنوبي اسیا نندارتون کې ګډون کوي، چې د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۲۳مه نیټه په کونمنګ، چین کې ترسره کیږي، وکتل او د دوی د ګډون او د افغاني محصولاتو په معرفي کولو باندې خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي الکوزي، له سوداګرو او افغان ګډون کوونکو څخه د دې نندارتون په معرفي کولو کې د ګډون او افغاني محصولاتو په وړاندې کولو مننه وکړه او چین یې د افغانستان لپاره یو له مهمو اقتصادي هیوادونو څخه وباله. هغه، په دې ستر نندارتون کې د افغان سوداګرو ګډون د افغاني محصولاتو د بازار موندنې لپاره مهم وباله او د دې په برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لازمې همغږۍ په برخه کې ډاډ ورکړ.
ښاغلي میرزمان پوپل، د دې نندارتون په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل او له ګډون کوونکو سوداګرو څخه یې وغوښتل چې د خپلو محصولاتو د انتقال او غوره معرفۍ په برخه کې هڅه وکړي. هغه، د اسنادو د پروسس په ځانګړې توګه د مبدا د تصدیق سندونو صادرولو په برخه کې برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکاریو ژمنه وکړ.
افغان سوداګرو او پانګوالو، د افغان سوداګرو د ګډون په موخه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو قدرداني وکړه او له خپل تعهد څخه یې ډاډ ورکړ چې په دغه نندارتون کې به ګډون وکړي او خپلې محصولات به نندارې ته وړاندې کړي.
 
چهارشنبه، چنګاښ ۲۷مه، ۱۴۰۳