د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال له چینایي شرکت "Suzhou HLC Elevator" سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند محترم لیو بیگنان، د "Suzhou HLC Elevator" شرکت رئیس، او محترم امام الدین امانزاده، د "فضا لفت" تخنیکي او تولیدي خدماتو شرکت رئیس سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره او د ګډو پانګوونو او ګمرکي ستونزو په اړه یې خبرې وکړې.

ښاغلي لیو، په افغانستان کې د "Suzhou HLC Elevator" شرکت فعالیتونه تشریح کړل او د ساختماني خامو موادو په وارداتو باندې لوړ ګمرکي محصول یې یوه اساسي ستونزه وبلله. هغه د اتاق له مشرتابه وغوښتل چې د ګمرکاتو له معینیت سره په همغږۍ کې د ګمرکي محصول په کمولو او په افغانستان کې د شرکت د پروژو په تطبیق کې ورسره مرسته وکړي.

ښاغلي مهمند، د ښاغلي لیو خبرې واورېدې او په هېواد کې یې د پانګونې لپاره عمومي شرایط مساعد وبلل.
نوموړي له ښاغلي لیو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د ساختماني موادو په تولید کې پانګونه وکړي او د ځمکې او ځینو اړوندو موضوعاتو په برابرولو کې یې د اړینو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه یې وکړه.

د سوداګرۍ او پانګوونې اتاق لومړي مرستیال یادونه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به په کابل ښار کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوونې اتاق لخوا یوه نندارتون جوړ شي او د یاد شرکت مسؤلین یې په دې نندارتون کې د ګډون او د خپلو محصولاتو د نندارې ته وړاندې کولو لپاره راوبلل.

 

دوشنبه، چنګاښ ۲۵مه، ۱۴۰۳