د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، په داسې حال کې چې د رخت اتحادیې رئیس ښاغلي حاجي ابو عبیدالله او د صنعتونو انجمن رئیس ښاغلي عبدالجبار صافي یې ملتیا کوله، د اتحاد زرمتی سړو خونو جوړولو شرکت له تاسیساتو څخه لیدنه وکړه او د دې شرکت له رئیس ښاغلي سیف الله تسل، سره یې د فعالیتونو، تولیدي ظرفیت او موجوده ستونزو په اړه بحث او خبرې وکړې.

ښاغلي تسل، د اتاق لومړي مرستیال او د هغه ملګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د یاد شرکت د بېلابېلو برخو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: "اتحاد زرمتی سړو خونو جوړولو شرکت په درې جریبه ځمکه او دوه میلیونه ډالره پانګوونې سره جوړ شوی چې تولیدات یې د نړیوالو معیارونو سره سم دي او په یو وخت کې د ۱۰ زره ټنه تازه میوو د ساتلو ظرفیت لري او همدارنګه د معیاري سړو خونو جوړولو په برخه کې کافي تجربې لري."

نوموړي د بریښنا کمښت او د ځمکې نشتون د یاد شرکت له اساسي ستونزو څخه وبللې او د اتاق له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې د اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې د دې ستونزې په حلولو کې ورسره مرسته وکړي.

ښاغلي مهمند د یاد شرکت د رئیس د ستونزو او کاري پلانونو د اورېدلو ترڅنګ، په هېواد دننه په ځانګړي ډول په کرنه کې د میکانیزه کولو په برخه کې د لویو پانګونو له امله د اتحاد زرمتی سړو خونو شرکت ستاینه او قدرداني وکړه او د داسې لویو فابریکو رول یې د کارموندنې او د هېواد اقتصادي ودې لپاره مهم وباله.

ښاغلي مهمند په هېواد کې د سوداګرۍ او کرنې سکتورونو څخه د حکومت د مشرتابه مقام ملاتړ ستاینه وکړه او د داسې سړو خونو جوړول یې د کرنې سکتور اساسي اړتیا وبلله او له حکومته یې وغوښتل چې د خصوصي سکتور لپاره د بریښنا او ځمکې په برابرولو کې همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند په ټول هېواد کې په ځانګړي ډول په بندرونو کې د سوداګرو او پانګوالو له لوري د داسې سړو خونو جوړولو باندې ټینګار وکړ او د معیاري سړو خونو جوړول یې د صادراتو په پراختیا او د هېواد د اقتصاد په وده کې مهم وبلل.
نوموړي د پانګونې لپاره د لازمو اسانیتاوو رامنځته کولو په برخه کې د اتاق له هر اړخیز ملاتړ څخه ډاډ ورکړ.

 

دوشنبه، چنګاښ ۲۵مه، ۱۴۰۳