د وچې مېوې له یو شمېر سوداګرو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ولیدل.

دوشنبه، د چنګاښ ۲۲مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د وچې مېوې سوداګرو په غوښتنه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي یک‌شنبه ماښام د خونې په عمومي ریاست کې له یادو سوداګرو سره وکتل.
ښاغلي هاشمي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد ټولو سوداګرو ګډ کور وباله او ویې ویل، چې دا خونه د لویو او کوچنیو سوداګرو او پانګوالو د خدمت مسؤلیت لري او دروازې یې د ټولو پرمخ له لویو سوداګرو نیولې تر کوچنیو دوکاندارانو پرانیستې دي.
د خونې عمومي رئیس د افغانستان سرتاسري امنیت د سوداګرو او پانګوالو لپاره ستر نعمت وباله او ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې سوداګرو ته ټولې سوداګریزې اسانتیاوې برابرې شوې، څو ټول په ګډه د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې ته وده ورکړي او د دې جګړه‌ ځپلي او اړمن ملت خدمت وکړي.
ښاغلي هاشمي وچه مېوه د هېواد له ارزښتناکو صادراتي محصولاتو څخه وبلله او د هغې د تولید او صادراتو د پراختیا لپاره یې د تولیدوونکو او صادرونکو ترمنځ نږدې همکاري اړینه وبلله. نوموړي د وچې مېوې له سوداګرو وغوښتل، چې له خپل منځه درې تنه د خونې د مدیره پلاوي غړیتوب ته معرفي کړي، څو د اصولو له مخې يې یو تن د وچې مېوې د سوداګرو او پانګوالو د استازي په توګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی وټاکل شي.
ورپسې ښاغلي حاجي عبدالولي، ښاغلي بارکزي او د وچې مېوې یو شمېر نورو سوداګرو په وار سره د وچې مېوې د تولید، پروسس او بسته‌بندۍ په برخه کې د پرمختګونو په اړه مالومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې په وروستیو میاشتو کې ډېره وچه مېوه په غوره کیفیت او له نړیوالو معیارونو سره سم بسته‌بندي او بهرنیو بازارونو ته صادره شوې ده.
هغوی د ویزو د ستونزو او له امله يې ځینو هېوادونو ته د سفر محدودیتونو او همدارنګه د افغان سوداګرو او بهرنیو پېرودونکو ترمنځ د مالي او سوداګریزو راکړو ورکړو د ستونزو په اړه خپل هر اړخیز مالومات د خونې له عمومي رئیس او مرستیالانو سره شریک کړل.
په دې ناسته کې د خدماتو مرستیال الحاج عنایت الله صدیق‌زی، د ستراتیژیکو اړیکو مرستیال مجیب الرحمن شېرزاد، د مدیره پلاوي غړو الحاج سخي احمد نورزاد، الحاج نجابت حیدري، الحاج حمیدالله حبیبي، الحاج ذبیح الله صمیم او الحاج مطیع الله ګردېزي هم ګډون درلود.