د روسیې فدراسیون او قزاقستان له ګډ سوداګریز پلاوي سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس او مشرتابه پلاوي وکتل

یکشنبه، د چنگاښ ۲۱مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د خونې د مشرتابه پلاوي په ملتیا، د روسیې فدراسیون او قزاقستان له ګډ سوداګریز پلاوي سره د خونې په عمومي ریاست کې وليدل.
په دې لیدنه کې د روسیې او قزاقستان ګډ سوداګریز پلاوي، چې پکې د روسیې د داغستان د صادراتو رئیس ارسین غمزه توف، د روسیې د تیومن ایالت د سوداګرۍ خونې مرستیال ولادمیر علیکسیویچ، د تیومن ایالت د سوداګرۍ کور رئیس الکساندر اندریویچ، د یاد سوداګریز کور مدیر آرتیم ولیریچ، د ساختماني توکو سوداګر عبدالناصر ابوکراویچ، د چای او نباتي غوړیو سوداګر ستار دیمتري (قزاقستان)، د خوراکي توکو سوداګر سمه کوف درکان (قزاقستان) او د غلو دانو سوداګر عظمت سیګدنوف (قزاقستان) ګډون کړی و. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د ستراتیژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي مجیب الرحمن شېرزاد، د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیال ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزی او د مدیره پلاوي غړو الحاج حمیدالله حبیبي، الحاج نجابت حیدري، الحاج یحیی پښتون، الحاج سخي احمد نورزاد او الحاج خالد مجید هم په غونډه کې ګډون کړی و.
ښاغلي هاشمي د پلاوي هرکلی وکړ او د افغانستان د پراخو اقتصادي فرصتونو او ظرفیتونو په اړه یې ورته مالومات وړاندې کړل. نوموړي په ځانګړې توګه د افغانستان د مسو، اوسپنې، سرو زرو، کرومایټ، قیمتي ډبرو او د نادرو عناصرو د سترو زېرمو یادونه وکړه او له روسي او قزاقي شرکتونو یې وغوښتل، چې نه یوازې د کان کيندنې، بلکې د اوسپنې د وېلي کولو او پروسس فابریکو په جوړولو کې هم پانګونه وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس وړاندیز وکړ، چې په لومړي ګام کې باید د دواړو لورو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري پراخه شي او د سوداګرۍ د حجم زیاتوالي، د سوداګریزو خنډونو کمولو، سوداګرو ته د ویزو د اسانتیا، د (B2B) غونډو د جوړولو او د شرکتونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.
ښاغلي هاشمي وویل، چې افغانستان چمتوو دی خپل لوړ کیفیت لرونکي محصولات، لکه تازه او وچه مېوه، زعفراڼ، ځڼغوځي، طبي بوټي، غالۍ او قیمتي ډبرې د روسیې او قزاقستان بازارونو ته صادر کړي. نوموړي همدارنګه د روسیې او قزاقستان څخه د نفتي توکو، غلو دانو، نباتي غوړیو، خوراکي موادو، صنعتي ماشین‌الاتو، ساختماني تجهیزاتو، فولادو، کیمیاوي سرې، ټکنالوجۍ او خامو موادو د واردولو په برخه کې د افغانستان لېوالتیا څرګنده کړه.
هغه وړاندیز وکړ، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د روسیې، داغستان او قزاقستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ دې د همکاريو هوکړه لیکونه لاسلیک شي، څو د مالوماتو د تبادلې، روزنې، د پانګونې د فرصتونو د معرفۍ او د سوداګریزو پلاوو د تبادلې همکاري په منظم ډول دوام ومومي.
ورپسې د روسیې د داغستان د صادراتو رئیس ښاغلي ارسین غمزه توف او نورو روسي سوداګرو او پانګوالو وویل، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس څرګندونو او مالوماتو په افغانستان کې د پانګونې لپاره د دوی لېوالتیا لا زیاته کړې ده.
ولادمیر علیکسیویچ د پلاوي په استازیتوب وویل، چې له سلو ډېرو روسي سوداګرو او پانګوالو افغانستان ته د سفر لېوالتیا ښودلې، څو له افغان سوداګرو او پانګوالو سره د لویو سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې دوی د تېرو پنځو کلونو په ترڅ کې د افغانستان وضعیت ارزولی او د جګړو او بحرانونو وروسته یې د افغانستان اقتصادي او بنسټیز پرمختګونه د روسیې د پانګوالو لپاره ډېر په زړه پورې دي. د هغه په خبره، دوی غواړي له دغو تجربو څخه په خپلو جګړه‌ځپلو سیمو کې هم ګټه واخلي.
په دې لیدنې کې د افغانستان، روسیې فدراسیون او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره دواړو لورو قوي هوډ څرګند کړ. د شته ظرفیتونو په پام کې نیولو سره دغه ډول نړیوالې همکارۍ کولای شي د افغانستان په دوامدار اقتصادي پرمختګ او ودې کې مهمه ونډه ولري.