د چین د نړیوالې سوداګرۍ د پراختیا شورا (CCPIT) له مرستیال سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي لیدنه وکړه.

يک‌شنبه، د چنگاښ ۲۱مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج عبدالله رحیمي او د هېواد ملي سوداګر ښاغلي فریدون هاشمي په ملتیا چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د چین نړیوالې سوداګرۍ د پراختیا شورا (CCPIT) له مرستیال ښاغلي فان باوکای او د یادې شورا له مشرتابه غړو سره وليدل.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، سوداګریزو همکاريو پر زياتولو او د پانګونې پر موجوده فرصتونو بحثونه وشول. ښاغلي عظیمي د چینایي پانګوالو د هڅولو غوښتنه وکړه، څو د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو په ځانګړې توګه د تولیدي او صنعتي سکټورونو په برخه کې ګډې پانګونې وکړي.
ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي د چین نړیوالې سوداګرۍ د پراختیا شورا د مېلمه‌پالنې مننه وکړه او چین یې د نړۍ له سترو صنعتي هېوادونو څخه وباله. نوموړي همدارنګه په افغانستان کې د پانګونې لپاره د شته اسانتیاوو او فرصتونو په اړه هم مالومات وړاندې کړل.
د چین نړیوالې سوداګرۍ د پراختیا شورا مرستیال ښاغلي فان باوکای د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او افغانستان یې د چین پخوانی او نږدې دوست وباله. هغه د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هڅې وستایلې.
ښاغلي باوکای ژمنه وکړه، چې چینایي سوداګر به په افغانستان کې ګډو پانګونو ته وهڅوي او ډاډ یې ورکړ، چې د چین نړیوالې سوداګرۍ پراختیا شورا به د مسلکي او تخنیکي پوهې د لېږد او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د لوړولو په برخه کې بشپړه همکاري وکړي.
دغه لیدنه د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره د دواړو هېوادونو د قوي هوډ څرګندونه کوي او کولای شي د افغانستان د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره مهمه ونډه ولري.