د چین د شینګداو نړیوال نندارتون مرکز او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګي عظیمي د مدیره پلاوي د غړي ښاغلی الحاج عبدالله رحیمي، د هېواد ملي سوداګر ښاغلي فریدون هاشمي او د هېواد یو شمېر سوداګرو په حضور کې د تولیدي ماشین‌الاتو د نړیوال نندارتون په څنډه کې، د چین د شینګداو نړیوال نندارتون مرکز له رئیسې سره د سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو نندارتونونو او غونډو د جوړولو په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
 
یاد هوکړه لیک د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د توکو او خدمتونو د تبادلې اسانولو په موخه لاسلیک شوی دی.
د دې هوکړې له مخې به چینایي سوداګر او تولیدوونکي په ځانګړې توګه د صنعتي ماشین‌الاتو تولیدوونکي، د امام ابوحنیفه په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او د بازارموندنې او معرفۍ په موخه به خپل بېلابېل ماشین‌الات نندارې ته وړاندې کړي.
دا همکاري کولای شي د افغان تولیدوونکو لپاره د نویو بازارونو د موندلو ترڅنګ په هېواد کې د تولیداتو او خدماتو د کیفیت په لوړولو کې هم مهم رول ولوبوي. همدارنګه د ګډو نندارتونونو او غونډو جوړول به د تجربو او نوې ټکنالوجۍ د تبادلې لپاره لا ډېر فرصتونه برابر کړي.
هیله ده، چې دغه هوکړه لیک د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د یوه اغېزناک ګام په توګه ثابت شي او د دواړو هېوادونو د دوامدارې ودې او پرمختګ لامل به وګرځي.
 
جمعه، د چنگاښ ۱۹مه، ۱۴۰۵