د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرائیه کمېټې فوق‌العاده ناسته وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیه کمېټې فوق‌العاده تاسته د خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ، چې په کې د پالیسۍ او له حکومت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل، د ولایتي چارو مرستیال الحاج فیض احمد خوافي، د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال ښاغلي الحاج حبیب الله عمر، د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګي عظیمي، د خدماتو مرستیال ښاغلي الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي، د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیال الحاج عبدالنافع بارکزي، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس الحاج ذبیح‌الله عمرخېل، د مالي او اداري چارو مرستیال او د عامل پلاوي ریاست سرپرست زین‌الله حسني او د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال احمد شکیل حازم ګډون درلود، د عمومي ریاست په دفتر کې ترسره شوه.
 
د ناستې په پیل کې ښاغلي هاشمي د اجرائیه کمېټې فوق‌العاده ناستې رابللو پر اړتیا خبرې وکړې او ویې ویل، چې د خونې د دندو پراختیا، د اصلاحاتو او عصري کېدو چټکتیا، د مدیره پلاوي او عامل پلاوي ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د پرېکړو تعقیب او د مدیره پلاوي د رئیس سټراټیژیکو مسؤلیتونو ملاتړ لپاره د مدیره پلاوي په تشکیل کې د ستراتیژیکو اړیکو د مرستیالۍ بست رامنځته کول مهم او اړین دي.
وروسته ګډونوالو د اجنډا بېلابېل موضوعات هر اړخیز وڅېړل، چې په کې د مدیره پلاوي په تشکیل کې د سټراټیژیکو اړیکو د مرستیالۍ بست رامنځته کول، د وچې مېوې اتحادیې لوري مديره پلاوي ته د پنځو غړو د مدیره پلاوي غړیتوب ته معرفي کول، په سرپل ولایت کې د خونې جوړول، د سالنګ لارې د درنو بار وړونکو وسایطو پر مخ تړل کېدل، د یو یا څو تخصصي کمېټو جوړول، د افغانستان او چین د ګډ رېل پټلۍ کنسرسیوم رامنځته کول، د عامل پلاوي د ریاست استخدام پروسه او د هېواد بازارونو ته د کافي معیاري نفتو او ګازو د برابرولو موضوعات شامل وو.
د یادو موضوعاتو له هر اړخیز بحث وروسته ښاغلی مجیب الرحمن شیرزاد د میاګل خان زوی د هغه د علمي، تخصصي او مسلکي تجربو په پام کې نیولو سره، د مدیره پلاوي د غړي او هم‌مهاله د ستراتیژیکو اړیکو د مرستیال په توګه وټاکل شو. همدارنګه د اجنډا د نورو موضوعاتو په اړه هم لازمې پرېکړې وشوې.
 
پنجشنبه، د چنګاښ ۱۸مه، ۱۴۰۵