د الکترونیکي پیسو او تادیاتو شرکتونو لپاره د عامه پوهاوي پروګرام د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې کې ترسره شو.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د کنفرانسونو په تالار کې د الکترونیکي پیسو او تادیاتو شرکتونو د یو شمېر کارکوونکو لپاره د عامه پوهاوي پروګرام د خونې د مشرتابه یو شمېر غړو په حضور کې ترسره شو.
 
په دې پروګرام کې د خونې د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال ښاغلي الحاج حبیب الله عمر، د مدیره پلاوي غړی او د ودانیزو چارو او زيربناوو د تخصصي کمېټې رئیس ښاغلي الحاج حمیدالله حبیبي، د مدیره پلاوي غړو ښاغلي الحاج محمد قاسم امرخېل او ښاغلي الحاج غلام یحیی پښتون او همدارنګه د مالي او اداري چارو مرستیال او د عامل ریاست سرپرست ښاغلي زین الله حسني د افغانستان د برېښنايي مالي سیسټم د ارزښت په اړه خبرې وکړې او یاد شرکتونه یې د دې بهیر د لا پیاوړتیا لپاره وهڅول.
ویناوالو د برېښنايي پیسو د سیسټم لا پراختیا غوښتنه وکړه او له هغو شرکتونو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې فعالیت کوي، خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي او ټولنه د بازار له دې نوې او عصري طریقې سره لا ډېره اشنا کړي.
وروسته د افغانستان د برېښنايي پیسو او تادیاتو مؤسسو د اتحادیې رئیس ښاغلي سید رحیم شاه اغا ګډونوالو ته مالوماتي پرېزنټېشن وړاندې کړ.
 
چهارشنبه، چنګاښ ۱۸مه، ۱۴۰۵