د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د سویس هېواد له یو تن پانګوال سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د ننګرهار ولایتي اتاق رئیس ښاغلي ګل مراد عرب او د افغان – پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي هم حضور درلود، د سویس هېواد له یو تن سوداګر ښاغلي سرلک سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره او په افغانستان کې د (الم) په نوم د یو نوي بانک رامنځته کولو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي سرلک د (الم) بانک د فعالیتونو، لاسته راوړنو او تاریخ په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه "دغه بانک په سویس کې اوږده کاري تجربه لري او اوس غواړي په افغانستان کې د دې بانک نمایندګي جوړه کړي. نوموړي د ياد بانک په جوړېدو کې د اتاق د هر اړخيزو همکاريو غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د دغه ډول بانکونو جوړول د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د پیسو د لېږد بهیر د چټکتیا، د سوداګرۍ د اسانتیا او د افغان سوداګرو او د سیمې د هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګریز باور د فضا په رامنځته کولو کې مهم وبلل. همدارنګه ښاغلي مهمند د یاد بانک د جوړولو برخه کې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

یکشنبه، لړم ۲۸مه، ۱۴۰۲