له پاکستان څخه د راستانه شویو افغان کډوالو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مرسته

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په داسې حال کې چې د هېواد سوداګرو او پانګوالو ته د سوداګرۍ او پانګونې خدمتونه وړاندې کوي، تل یې هڅه کړې چې د خصوصي سکتور له لارې په بېړنیو حالاتو کې د هېواد اړمنو او زیانمنو خلکو ته بشري مرستې ورسوي.

د تورخم او سپین بولدک په لارو کې له راستنیدونکو کډوالو سره د سوداګرۍ اتاق د وروستیو مرستو په دوام، دا ځل د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاالدین اچکزي په مشرۍ په سپین بولدک کې له پاکستان څخه راستانه شویو کډوالو ته څه باندې ۷،۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته او د مدیره پلاوي دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز په مشرۍ په تورخم کې توزیع کړه.

ښاغلي سرفراز باز د دغو مرستو د وېش پرمهال وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د کډوالو او راستنیدونکو چارو د عالي کمېسیون په همغږۍ سره د دوو لارو څخه ۷۵۰ راستنیدونکو او کډوالو کورنیو ته ۷،۵ میلیونه افغانۍ په عادلانه او شفاف ډول ویشي.  
نوموړي زیاته کړه "اتاق تل هڅه کوي چې د خصوصي سکتور بشردوستانه مرستي اړمنو اوبیوزله هېوادوالو ته ورسوي."

ښاغلي باز د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو اخراج د بشري حقونو او د کډوالۍ د قوانینو خلاف عمل وباله او د هېواد له ټولو سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې له خپلو راستنیدونکو هېوادوالو سره د مالي مرستو او خامو موادو د برابرولو لپاره لاس په کار شي. نوموړي همدارنګه د کډوالو او راستنیدونکو چارو د عالي کمیسیون د ښه کار او شفاف بهیر ستاینه وکړه.

شنبه، لړم ۲۷مه، ۱۴۰۲